د تریخې تیږې ( Gall stone )

صفراوي تیږې د کرستلي موادو د ټولیدو او کلکیدو څخه عبارت ده چې کولی شي د تریخي په کڅوړه او یا اساسي صفراوي قنات ( C.B.D) کې منځته راشي.

دغه تیږې د نارملو او غیر نارملو صفراوي اجزاءو څخه جوړیږي.

صفراوي تیږې بیلابیلې اندازې لري ؛ چې کولی شي له ډیرې کوچنۍ اندازې څخه لکه یوه کوچنۍ شګه یا ریګ تر ډیر لویې اندازې پورې لکه د ګلف د پنډوسکي په شان تفاوت ولري.

کیدای شي د تریخي کڅوړه ؛ یوه صفراوي تیږه چې غالباً لویه وي او یا متعددې صفراوي تیږې چې اکثراًوړې وي رامنځته کړي.

د تریخي تیږې د باندني شکل له مخې متفاوتې دي او په لاندې شکلونو ویشل کیږي:

د کولسترول تیږې: چې معمولاً شین رنګ لري خو ځینې وخت سپینې یا زیړ رنګې وي. دا تیږې له کولسترول څخه جوړې شوې او د تریخي د تیږو ۸۰ فیصده جوړوي.

رنګه تیږې: اکثراً وړې وي ، تیاره رنګ لري او د کلسیم او بیلروبین له مالګو څخه جوړې شوې وي. د تریخي د تیږو ۲۰ فیصده جوړوي . ددې ډول تیږو لپاره د خطر فکتورونه د یوشمیر ناروغیو لکه د صفراوي لارو انتانات ، سیروزس ، Hemolytic anemia او د وینې د ژونکو ارثي تشوشات ، Sickle cell anemia او Sperocytosis څخه عبارت دي.

مختلطې تیږې : مختلطې تیږې اکثراً د کولسترول او کلسیمي مالګو له ترکیب څخه منځته راځي . د کلسیم د شته والي له کبله په رادیوګرافي کې هم د لیدلو وړ دي.

لاملونه: مطالعاتو ښودلې ده چې د صفراوي تیږو جوړیدل په متعددو فکتورونو لکه ارثیت ، د بدن وزن ، د تریخي د کڅوړې خوځښت او غذایي رژیم پورې اړه لري.

علاوه پردې هغه کسان چې Erythropoitic protoporphyria ولري د تریخي د تیږو د جوړیدو د خطر سره زیات مخامخ دي او همدارنګه د استروجن د هورمون زیاتوالی د کولسترولو د زیاتوالو او د تریخي د کڅوړې د خوځښت د کمولو په میخانکیت کولی شي د تریخي د تیږو د رامنځته کیدو لامل وګرځي.

ځینې د شپږ F اصطلاح هم د صفراوي تیږو لپاره د خطر په فکتورونو کې بولي چې دا شپږ F عبارت دي له:

۱- Female . ۲- Fat . ۳- Fertile . ۴-Forty. ۵- Family history . ۶- Flatulent .

د تریخي تیږې معمولاً بې عرضه وي خو ځینې وخت اعراض رامنځته کوي. عمده عرض یې د صفراوي تیږې حمله چې د Biliary colic په نوم شهرت لري ده.

ناروغ به د خیټې د علوي برخې له شدید درد څخه چې له ۳۰ دقیقو تر څوساعتونو پورې دوام کوي شکایت لري چې دا درد شا خواته د دو اوږو ترمنځ خصوصاً ښۍ اوږې ته تیتیږي. ناروغان به له زړه بدوالي او کانګو څخه هم شکایت کوي او د حادې حملې په جریان کې به یوه مهمه علامه Morphy’s sign ( + ) پکې لیدل کیږي.

درملنه : د تریخي هغه تیږې چې له کولسترول څخه جوړې شوې ځینې وخت د Ursodeoxy cholic acid درملو په اخستلو سره چې د خولې له لارې د ۲ کلونو لپاره اخستل کیږي تداوي کیږي ، خو د درملو په پریښودلو سره د تیږې د بیا جوړیدو چانس وجود لري.

ځینې وخت کولی شو چې صفراوي تیږې د Lithotripsy میتود په مرسته ماتې کړو چې دا میتود د تریخي د تیږو په کم شمیر باندې مؤثریت لري. د هغو صفراوي تیږو چې د اعراضو لرونکې وي ؛ اساسي درملنه د جراحي عملیې په واسطه د تریخي د کڅوړې ویستل دي چې د Cholecystectomy په نوم یادیږي او په دوو ؛ خلاص او لپراسکوپیک میتودونو ترسره کیږي.

سرچینه : میډیکل انفارمیشن