د تمرکز کولو تمرین ولرئ

ليکوال: حمیدالله حمیدي

د تمرکز کولو تمرین کولای شي ذهن ارام کړي او مزاحم کوونکي فکرونه له منځه یوسي. که هره ورځ نیم ساعت تمرکز وکړئ، ذهن به مو د ۲۴ ساعتونه لپاره فعال او ارام وي، په ورځ کې له دې څخه د زیات تمرکز کولو په پایله کې به مو ذهن لا ارامتیا پیدا کړي او ګټه به مو کړې وي.

د تمرکز کولو بله ګټه دا هم ده چې کولای شئ ډېر کارونه ترسره کړئ او په کم وخت کې ډېر څه لاسته راوړئ.

د نن کار سبا ته مه پرېږدئ

وخت مو پر “باید” او “شاید” باندې مه تېروئ.؛ کېدای شي په ورځو، میاشتو او کلونو په همدې ډول خپل ژوند تېر کړئ او خپل وخت له لاسه ورکړئ. تاسو هېڅکله هم نه شئ کولای د راتلونکي لپاره دقیق مهالوېش ولرئ؛ ځکه موږ هېڅوخت نه شو کولای د راتلونکي په اړه دقیقه وړاندوينه وکړو.

خپل وخت ته ارزښت ورکړئ او داسې کارونه ترسره کړئ چې لازم یې بولئ، مهمه نه ده چې په لومړي ځل ماتې وخورئ؛ ځکه کولای شئ له خپلې ماتې درس واخلئ او بل ځل مو بریا په نصیب شي. په کونج کې کېناستل او یوازې د کارونو په اړه فکر کول او بېځایه خیال پلو نه شي کولای کارونه پر مخ بوځي. هېڅکله هم خپل همت له لاسه مه ورکوئ، څه چې پېښ شوي بیا یې په اړه فکر مه کوئ، متل دی چې وایي: اوبه چې له ورخه تېرې شي بیا نه راګرځي.