د توبرکلوز عامې نښې او درملنه

که څه هم اوس په نړیواله کچه د توبرکلوز ناروغي د درملنې وړ ده، خو بیا هم دغه وژونکې ناروغي هره ورځ تقریباً څلورنیم زره ناروغان د مرگ په خوب ویده کوي.

څو ورځې وړاندې د روغتیا نړیوالې ادارې خپل نوی راپور کې وویل چې دغه ناروغي هره ورځ ۴۴۰۰ کسان وژني او یوازې ۲۰۱۵ کې د ۱۸۰۰۰۰۰ ناروغانو مړینی لامل گرځېدلای.

له نیکه مرغه افغانستان د دغې ناروغۍ له جدي گواښ سره نه دی مخ او تېرو څو کلونو کې د نړیوالو مرستو او دولتي بودیجې په مرسته د دغې ناروغۍ مخنیوي په برخه کې د پام وړ اقدامات شوي.

توبرکلوز داسې ناروغي ده چې تر ټولو زیات سږي اغېزمنوي او د هوا له لارې له ناروغه روغو کسانو ته هم انتقالیږي.

د هر عمر انسانان په دغه ناروغي اخته کیدای شي خو د دغې ناروغۍ بنسټیزو نښو پوهاوی د ناروغۍ پر وخت پېژندنې او درملنې کې مرسته کولای شي او د انسان ژوند ژغورلای شي.

نښې

–په پرله‌پسې توگه له دریو اوونیو اوږدې مودې لپاره بلغم لرونکی ټوخی چې کېدای شي وینه هم ولري.

–چټکۍ سره د وزن کمېدل

د شپې خوب پر مهال زیاته اندازه خوله چې جامې لندې کړي.

–تبه

–د ستړیا احساس کول

–د اشتها له منځه تلل

–د ستوني پړسوب، په ځانگړي ډول د لمفاوي غدواتو پړسوب د دغې ناروغۍ تر ټولو عامه نښه گڼل کېږي

درملنه

له نېکه مرغه د دغې ناروغۍ درملنه شونې ده او که چېرې پر وخت اقدام وشي نو د ناروغ ژوند ژغورل کېدای شي.

د توبرکلوز ناروغۍ لپاره باید له شپږو میاشتو تر نهو میاشتو پورې د دغې ناروغۍ درمل وخوړل شي او یو شمېر احتیاطي تدابیر په پام کې ونیول شي.

روغتیايي څیړونکي دا مهال غواړي د درملنې پر نوو لارو او داسې درملو کار وکړي چې وکولای شي لږه موده کې دغه ناروغي له منځه یوسي.

توبرکلوز  د دغې ناروغۍ ضد شته درملو په خلاف زیات مقاومت کوي چې له همدې امله ناروغ باید د اوږدې مودې لپاره توبرکلوز ضد درمل وکاروي او احتیاطي تدابیرو ته جدي پاملرنه وکړي.