د تېر پړاو اتلې بند امیر ښامارانو لوبډلې پای لوبې ته لار پیدا کړه

د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو په دویمه نیمه پای لوبه کې بند امیر ښامارانو لوبډلې د کابل بازانو ته د درې لوبغاړو په زیان سره د ۲۲۶ منډو لوړ هدف ورکړ.

د بند امیر لپاره توپ وهنه کې عمران جنت ۱۱۵ ناسوځېدلې او جاوید احمدي ۷۷ منډې وکړې.

که څه هم هدف لوړ وو، خو کابل بازانو لوبډلې ډېره په زړه پورې لوبه ترسره کړه.

کابل بازانو په دغې لوبه کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ټولو اورونو کې ۲۲۲ منډې وکړې او لوبه یې د درې منډو په توپیر وبایلله.

دې لوبه کې په وروستي بال څلور منډې پاتې وې، باتن شاه بال ترسره کړ او وحیدالله شفق غوښتل شپږیزه ووهي، خو بال یې له بونډرۍ وانه شو ړوی او راشد خان کېچ کړ.

کابل بازانو ته کریم جنت ۵۱، یونس احمدزي ۵۳ او سمیع الله شینواري ۴۰ منډې وکړې.

د دې سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه کې مس عینک بند امیر ته ماتې ورکړې وه او پای لوبې ته وتې وه.

د جمعې په ورځ د غرمې په یولس نیمو بجو به بند امیر ښاماران او مس عینک پای لوبه کې سره مخامخ شي.

تېر پړاو کې د دې سیالیو اتلولي بند امیر ښامارانو ګټلې وه.