د ثناء په نوم یوې پاکستانۍ میرمن په ۵ میاشتو کې ۷ میړونه کړي

په پاکستان کې د ثناء په نوم يوې نجلۍ په ٥ مياشتو کې ٧ مېړونه کړي او له واده وروسته بيا له ټولو تښتېدلې ده، تر څو ځان ته بل مېړه پېدا کړي.

دا نجلۍ ١٨ کاله عمر لري، چې د پاکستان پوليسو په سرګودا کې نيولې ده.

دې نجلۍ هر ځل چې له چا سره واده کړى، له واده وروسته يې د خپل مېړه شتمني غلا کړې او ځان يې نادرکه کړى دى، خو له ٧ مېړونو وروسته بالاخره هم پوليسو دا نجلۍ په سرګودا کې ونيوله.ثناء پاکستانۍ

ثناء به د واده لپاره پوره پلان جوړاوه، چې په دې لړ کې يې د ځان لپاره جعلي مور و پلار هم پېدا کړي و، چې هغوى به ورسره په دې هر څه کې شريک ول او د لوټ شوي مال يوه برخه به يې هغوى ته ورکوله. پوليسو د ثناء جعلي مور و پلار هم نيولي دي.

د دوى پلان به داسې و، چې کله به يې کورنۍ پېدا کړه او د واده خبره به وشوه، نو د ثناء جعلي مور و پلار به د ثناء په نوم له هلک پيسې واخيستې، له واده وروسته به يې له دغه سيمې کور بلې سيمې ته يووړ، له واده وروسته به ثناء هر څه له کور راغونډ کړل او ځان به يې نادرکه کړ.

د پاکستاني پوليسو په وينا، چې د ثنا له نيول کېدو وروسته اووه کسانو عريضه کړې ده او له ثناء سره يې د واده نکاح نامې له ځان سره راوړي او دعوه يې کړې، چې ترې يې سره زر او نغدي پيسې غلا کړي دي.