د جعلي پیسو پېژندونکی لینز جوړ شو

 

ساینسپوهانو د سترګو داسې لینز جوړ کړي دي چې لیزر وړانګې خپرولی شي او د جعلي بانکنوټونو په پېژندلو کې ورڅخه کار اخیستل کېدای شي.

د پي اي ساینس د راپور له مخې، دا لینز خورا نری او ظریف جوړ شوی چې پنډوالی یې ۲۰۰ نانو متره دی.

دا لینز، چې د امریکا د فلوریدا د اندروز پوهنتون څېړونکو جوړ کړی، تر ۵۰ سانتي متره پورې لیزر وړانګه شیندلی یا خپرولی شي.

د جوړوونکو په وینا دا لینز نه یوازې د جعلي پیسو بلکې نورو جعلي اسنادو د پېژندلو لپاره هم کارول کېدای شي.

له بلې خوا دوی وايي چې دا لینز د سترګو لپاره تاوان نه پېښوي او زیات نرم دی.

دوی دا لینز د غوا په سترګو کې ازمویلی او لیدلي یې دي چې لینز زرغونه وړانګه خپره کړه.

او دلته د پیسو یا بانکنوټ چاپولو ماشین وګورئ.

کاپي تاند