چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د جهادي مشر صبغت الله مجددي جنازه نن په ارګ کې ترسره شوه

د جهادي مشر او پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي د جنازې لمونځ نن په ارګ کې ترسره شوو.

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس، د حکومت لوړ پوړي چارواکو، د یو شمېر هېوادنو استازو او قومي مشرانو د جنازې په مراسمو کې ګډون درلود.

ولسمشر محمد اشرف غني د جنازې له لمانځه وروسته، په خپلو خبرو کې مجددي د معصرې دورې پیاوړی شخص یاد کړ او زیاته یې کړه مجددي ته د هر وخت د هېواد ملي ګټې مهمې وي.