د جګړې ښکېلې خواوې دې ملکي وګړو ژوند جدي پاملرنه وکړي

یوناما د شنبې په ورځ یو بیان کې د جګړې له ښکېلو خواوو یو وار بیا غوښتل چې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې جدي تدابیر ونیسي.

په ‌دې خبرپاڼه کې یوناما د حکومت مخالفان د هغه څه په خاطر غندلي چې دې ادارې په قصدي توګه د ولسي خلکو په نښه کول بللي دي او زیاته کړې یې ده چې دوی د جمعې په ورځ د کابل په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شوي برید په اړه معلومات راټولوي.

یوناما په همدې حال وايي، په جومات کې چاودنې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یوناما په‌ دې خبرپاڼې کې زیاته کړې ده، دوی د چهارشنبې په ورځ په غزني کې هغه پېښه هم څېړي چې په ‌کې د چاودیدونکو موادو بار د هاموې موټر چاودنې ۱۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله چې دوه نجونې هم په وژل شویو کې شاملې وې.

د یوناما اعلامیه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له تادامیچي یاماموتو له خولې وايي:

“له توپېر پرته او په قصدي توګه پر ولسي خلکو بریدونه توجیه کیدای نه‌شي او دا جنګي جنایات بلل کېدای شي.”

نوموړي د روژې په میاشت کې د لمانځه پر مهال په جومات برید په ځانګړې توګه وحشیانه بللی دی.

یوناما په‌دې اعلامیه کې د حکومت د مخالفو وسله‌والو پر ضد د نړیوالو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې هم د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې یادونه کړې ده او ویلې یې دي:

“د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو په هلمند او کونړ ولایتونو کې په هوايي عملیاتو کې د اتو ماشومانو او څلور ښځو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي او ۱۲ نور ټپیان دي.”

یوناما د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه دا خبرداری په‌داسې حال کې ورکړی چې په ټولنیزو رسنیو کې تازه د هغو کوچنیو ماشومانو عکسونه خپاره شوي چې ویل کېږي، د ننګرهار د شېر زادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې د صفر دوه قطعې په شپنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

ملګرې ملتونو هم په وروستۍ اعلامیه کې په ګڼ مېشتو سیمو کې د جګړو او تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندېښنه ښودلې او ویلې یې دي، د دې تاوتریخوالي درنه بیه ولسي خلک پرې کوي.