د حکومت یو پلاوی او د سولې عالي شورا یو استازی د مسکو د ناستې د اجندا په اړه د بحث لپاره روسیې ته تللي

د بهرنیو چارو وزارت وایي، که تللی پلاوی د روسیې له حکومت سره هوکړې ته ورسېږي نو د سولې د ناستې د نېټې په اړه به پرېکړه ونیول شي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس محمداکرم خپلواک او د بهرنیو چارو وزارت د اداري چارو رییس نصیراحمد اندیشه د هغه پلاوي غړي دي چې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه له روسي چارواکو د خبرو لپاره روسیې ته تللي دي.

اخوا حکومت د افغانانو په مشرۍ له طالبانو سره پر خبرو ټینګار کوي.

که څه هم د روسیې حکومت وایي طالبان به هم د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي د طالبانو استازي به د مسکو په ناسته کې برخه وانه‎ خلي.