سه شنبه , 16 اپریل 2024

د خوبوړي څپلۍ

سړی د ارام لپاره جومات ته ولاړ، په پراخه برنډه کې يې خپلې څپلۍ سر ته کېښودې او سترګې يې پټې ونيوې.

څو شېبې وروسته دوه کسه راغلل، په خپل منځ کې يې خبرې کولې. يوه وويل؛ طلا به د منبر بېخ ته پټه کړو!

دويم ورته وويل؛ نه هغه پروت سړی ويده نه دی، ويني يې او چې موږ راځو، ځای به وي جولا به نه وي.

وروسته دواړه راغلي کسان سره سلا شول چې د سر څپلۍ يې بايد راکش کړو او مالومه کړو چې سړی ويښ دی او که نه؟

پراته سړي چې د دغو کسانو خبرې واورېدې، ځان يې په ويدو واچاوه. له دوو کسانو يو ورتېر شو او څپلۍ يې ترې راکش کړې، سړي هيڅ عکس العمل و نه ښود.

بيا يې د هغوی خبرې واورېدې؛

سړی ويده دی، پر ځان بېخي خبر نه دی، راځه دا طلا ژر کښېږدو.

غږونه ورک شول، سړی وښورېده، سترګې يې رڼې کړې، هيڅ هم نه و پاتې او ده د خپل وجدان پر وړاندې د خپلې ټګي پايله ننداره کوله.

موږ په ژوند کې همداسې کله کله ځان په خوب اړوو او يا د بل د تېرايستنې خيال په سر کې ګرځوو، خو خپلې څپلۍ پکې له لاسه ورکوو.

سرخط ورځپاڼه