د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې چوک کې چاودنې څلور ملکیان ټپیان کړي

نن ماسپښین درې نیمې بجې د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې چوک کې چاودنې څلور ملکیان ټپیان کړي.

چاودنه د ګلفروشۍ د یوه دوکان پر سر د ځای پرځای شوي ماین له امله رامنځته شوې.

ځايي اوسېدونکو انعکاس ته ويلي، چې په چاودنه کې د دوکان مالک، د هغه دوه زامن او یو مېلمه ټپیان شوي دي.