د خوګیاڼو ولسوالۍ ابتدایه محکمې مخې ته چاودنه شوې

نن سهار شاوخوا اووه بجې د خوګیاڼو ولسوالۍ ابتدایه محکمې مخې ته چاودنه شوې ده، چې دوه تنه پکې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وایي، نن سهار د خوګیاڼو ولسوالۍ ابتدایه محکمې مخې ته په یو ګلدان کې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې دوه تنه پکې ټپیان شوي دي تراوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.