د خوګیاڼو ښاروالۍ د کنټرول مدیر ناڅرګنده کسانو وژلی دی

نن  ماسپیښین ۱ بجه د خوګیاڼو ولسوالۍ د ښاروالۍ د کنټرول مدیر مطیع الله ناڅرګنده وسله والو د دې ولسوالۍ په زوړ بازار سیمه کې په ډزو وژلی دی. د خوګیاڼو ولسوال شمس الحق ساپي انعکاس سره په خبرو کې وویل، کنټرول مدیر د ولسوالۍ څخه کور ته په لاره و چې د زوړ بازار سیمه کې د نامعلومه وسله والو له لورې په ډزو وژل شوی دی.