د درود شريف ګټې بې شمېره دي؛ مګر کومې ګټې چې په صحيح حديثونو کې روايت دي، لاندې دي:
١ – لويه ګټه یې دا ده چې کوم څوک يو ځل پر رسول اللهﷺ باندې درود شريف ووايي؛ نو اللهﷻ او ملايکې پر هغه کس لس ځله رحمت کوي او د هغه لس درجې لوړوي، لس نېکيانې ورته ليکي او لس ګناهونه يې بخښي.
٢ -د درود ويونکي دعاء قبلېږي.
٣ – رسول اللهﷺ يې شفاعت کوي.
٤ -د قيامت په ورځ به له رسول اللهﷺ سره وي.
٥ -د دين او دنيا کارونه يې تر سره کېږي.
٦- د ګناهونو بخښنه یې کېږي.
٧- درود شريف ويل، د صدقې قائم مقامه دی.
٨-د درود شريف په برکت سره سختي او تکليف لرې کېږي.
٩-پر درود ويونکي هر وخت ملایکې رحمت نازلوي.
١٠-د درود ويونکي زړه پاکېږي.
١١-پر دښمن فتح تر لاسه کوي.
١٢-په مال کې یې برکت زیاتېږي.
١٣-د مرګ د سختيو څخه یې خلاصون په برخه کېږي.
١٤-د قيامت په ورځ به په امن کې وي.
١٥-مفلسي یې لرې کېږي.
١٦-د درود شريف ويونکي بخيل کېږي نه.
١٧-په کوم مجلس کې چې درود شريف ويل کېږي؛ نو د هغه مجلس ټول غړي د اللهﷻ په رحمت کې وي.
١٨-درود ويونکي به پر پل صراط باندې په آسانۍ تېر شي.
١٩-د درود ويونکي يادونه رسول اللهﷺ ته کېږي.
٢٠- د رسول الله ﷺ مينه د درود ويونکي سره زياتېږي.
٢١- ملایکي د درود ويونکي لپاره د الله تعالى ﷻ څخه بخښنه غواړي.
٢٢-رسول اللهﷺ ته د هغه چا درود داسې رسېږي چې فلاني پر تا سلام وايي.
٢٣-درود ويونکي به د درود په برکت سره د عرش تر سیوري لاندې ولاړ وي.
٢٤-د درود ويونکي د عملو تله به د قيامت په ورځ درنه وي.
٢٥-درود ويونکي به د قيامت په ورځ له تندې څخه خوندي وي.
اللهﷻ دې موږ ټولو ته د درود شريف ويلو توان راکړي او د دغه په برکتونو سره دې موږ ونازوی.
کاپي: ډاکتر حنیف تائب اسلامی و طبی معلومات