د دغو جملو تکرار مو مثبت لوري ته هڅوي

ژباړه: اصف مشال

مثبت فکر د انسان د نجانت یوه مهمه لاره ده. کله چې موږ د ماتې یا نا‌ارامۍ احساس کوو، د یوې داسې لارې په لټه کې یو چې له منفي افکارو څخه مو خلاص کړي. ځینې جملې شته چې په داسې وخت کې مو مثبت لید ته هڅوي.

په تاسې باندې هم کله داسې حالت راغلی؟ که مو ځواب مثبت وي، د مطلب تر پایه راسره پاته شئ. دلته مو د نړۍ د مشهورو خلکو اغېزناکې ویناوې راټولې کړې دي، شاید مرسته درسره وکړي. کولای شئ دا جملې په کاغذ ولیکئ او د خپلې کوټې پر دروازه او دېوال یې درته وځړوئ، که مو دا کار وکړ، بیا به وګورئ چې مثبت فکر مو په ژوند کې څه معجزې کوي.

ـ تاسې یاست چې خپل ژوند مو جوړوئ، نو ښه منظم یې جوړ کړئ. (استیو)

ـ که چېرې لمر ته وګورئ، تیارې به ونه‌وینئ. (هلن کلر)

ـ خوشالي او خپګان دواړه یو عادت دی، دا په تاسې پورې اړه لري چې کوم یو انتخابوئ. (ټام هاپکینز)

ـ هر څوک کولای شي چې خپل برخلیک یوازې د خپل چلند په تغیر سره بدل کړي. (اپرا وینفري)

ـ په پرون کې د نوي شي د کشفولو لپاره ځای نشته، خو سبا زموږ ده، کولای شو د ژوند په هره لوبه کې د ګټلو په امید ولوبېږو. (جانسون)

ـ د زړه په سر دې ولیکه (( نن مې د کال غوره ورځ ده)) (امرسون)

ـ مثبت لید هره شېبه انرژي درکوي. (کالین پاول)

ـ د انسانانو ډېر واړه چلندونه ډېر لوی بدلونونه راوستلای شي. (چرچېل)

ـ هغه چا ته ښه ورپېښېږي چې ښه غواړي. (جان ووډن)

ـ مثبت لید هغه غوره چلند دی چې په ژوند کې امید راکوي. (سټ ګوډین)

ـ هره ورځ ۱۴۴۰ دقیقې ده، یانې تاسې هره ورځ ۱۴۴۰ فرصتونه لرئ چې د خپلې بریا په اړه فکر وکړئ. (لس بروان)

ـ موږ له غمه تېښته نه شو کولای، د ژوند له مشکلاتو څخه هم نه خلاصېږو، خو دا کولای شو چې یا تسلیم شو او ماته وخورو، یا مبارزه وکړو او یو خوشاله ژوند جوړ کړو. په ژوند کې غم یو حقیقت دی، خو له هغه سره زموږ چلند په موږ پورې اړه لري. (جاکوب هلډ)

ـ په هر څه باندې د خدای شکر وکړئ، که مو د لوړو زده‌کړو چانس نه درلود، په ابتدایي زده‌‌کړو شکر وکړئ. که مو ابتدایي زده‌کړې نه درلودې، پر خپلې سلامتۍ شکر وکړئ. حتا که ناروغ هم یاست د خدای شکر وکړئ چې ژوندي خو یاست او د ژوند چانس لرئ. (بودا)

ـ په هر مشکل کې یو چانس هم شته، د تاریخ لوی بدلونونه له همدغو مشکلاتو څخه سرچینه اخلي، نو هر مشکل په یوه طلایي چانس بدل کړئ. (جوزف شوګرمن)

ـ منفي لید مو کمزوري کوي، خو مثبت لید مو پیاوړي کوي. (والټ ډیزني)

ـ هر سهار چې له خوبه بیدار شم، له ځانه سره وایم چې پرون ورځ تېره شوه، سبا ورځ تر اوسه نه ده راغلې، نو یوازې دا نن لرم، باید پوره ګټه ورڅخه واخلم. (ګروچو مارکس)

ـ مثبت لید یوازې یو لفظ نه دی، بلکې ټول ژوند مو بدلوي. یوازې پر موږ نه، بلکې پر چاپېریال مو هم ښه اغېز کوي. (هاروي مککي)