د دغو ځانګړتياوو خلک لږ دي

ژباړه؛ مصدق اکرم اسحق‌زی

ډېری بریالي میلیونران سهار وختي پاڅېږي او سهار له انرژي ډک پېلوي. د میلیونر کېدو لپاره لازمه نه ده چې د رسنیو بنسټګر واوسئ لکه، فیسبوک یا د یوې لاټېرۍ ګټوونکي شئ.

دا چې په نړۍ کې میلیارډر کېدل د شتمنو نوی هدف دی، ملیونر کېدل د لاس ته راوړلو لپاره کومه خبره نه ده.

ایا غواړئ چې میلیونر شئ؟ ډېره ساده، هغه کارونه وکړئ کوم چې شتمن خلک يې کوي.

تاسې هيڅکله دغه اووه خصوصیات په میلیونرانو کې نه ګورئ، خو موږ یې دلته درته وایو.

۱. د ټلوېزیوني پروګرامونو معتادان نه دي

میلیونران خپل وخت د ټلوېزیون په سریالونو په لېدو نه ضايع کوي. هغوی د ټلوېزیون د ليدو پر ځای کتاب لولي. هغوی د ورځې ډېره وخت د مطالعې لپاره ورکوي. هغه کتابونه لولي چې په شخصیت جوړېدنې پورې مربوط وي، نه هغه کتابونه چې داستانونه یا کیسې لري .

شايد هغوی د تاج و تخت له لوبې خبر نه وي، خو ددې ارزښت لري چې هغوی پوه شي.

۲. ځان له نورو نه لېرې کوي

میلیونر کېدونکي وګړي ټولنیزې اړیکې خوښوي او تل د دې په لټه کې وي چې له نويو خلکو سره وګوري او له هغوی سره ملاقات وکړي. دوی خپلو خواله/ټولنیزو رسنیو ته پراخوالی وربښي، ځکه پوهېږي چې په ځينې مواردو کې کلیدي او بریالي دي.

 

۳. خپل انتخابونه نه ردوي

بریالي خلک عادت لري چې د خپلې غریزې او دننې حس پر اساس عمل وکړي او له حده ډېر خپل انتخابونو ته فکر نه کوي. دا په دې مانا نه ده چې هغوی د خپلو کارونو نتېجې ته نظر نه کوي، ځکه دوی په ډېر فکر سره دا کار کوي. په دغه صورت کې دوی دومره مسایل نه تجزیه او تحلیلوي چې د دې باعث شي چې په کارونو کې یې خنډ را منځ ته شي.

وروسته له دې چې دوی خپل ټاکلي اهداف وټاکي د عمل ډګر ته دانګي، نور نو خپل شا ته نه ګوري.

۴. هيڅکله نه تسلیمېږي

میلیونران د ورکوټي مشکل په ليدو سره سپین بيرغ نه اوچتوي. دوی د ماتې او ستونزې پر وړاندې مقاومت کوي. ډېر بریالي خلک د کورنۍ، خپلوانو او ملګريو تر نامه لاندې وېرول کېږي، خو دوی نه تسلیمېږي. پوهان نتېجې ته رسېدلي چې عزم او اراده د لاس ته راوړنو لپاره یوازېنۍ لاره ده. بریالي خلک شاتکګ نه کوي.

۵. له ورزشه نه لاس پر سر کېږي

شتمن خلک پوهېږي چې سهارنی منظم ورزش کولای شي چې په ورځنيو کارونو کې خپل تاثیر واچوي او د ورځې د خوشحاله تېرېدو باعث وګرځي.

۶. د ساعت زنګ نه بندوي چې ډېر خوب وکړي

ډېری بریالي میلیونران سهار وختي پاڅېږي او سهار له انرژي ډک پيلوي. دوی د هغو په څېر نه دي چې د خپل ساعت زنګ بندوي چې وکولای شي بېرته د ویده کېدو پر لور ولاړ شي، وروسته کار ته د رسېدو لپاره کور هم په ډېره تېزۍ سره خوشې کوي.

۷. هيڅکله حوصله نه بايلي

بریالي خلک هيڅکله نه وایي چې حوصله مو لاسه ورکړې، ولې چې دوی کولای شي د بریا لپاره نوي کسبونه تجربه او پيدا کړي. دوی په خپلو ګوتو د لوبې پر ځای له خلکو سره ملاقات کوي، په نويو صنفونو کې ګډون کوي، کتاب لولي او د مهارتونو د غني کېدو او د پوهې د لوړولو لپاره همېشنۍ هڅه کوي.

سرخط ورځپاڼه