د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او جنرال مېلر بغلان ولایت ته په سفر تللي دي

ملي دفاع وزارت وایي، په بغلان ولایت کې د پراخو عملیاتو له پیل سره سم، نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین خوشحال سادات، د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال ډګر جنرال عبادالله عباد او د ناټو ځواکونو لوی قوماندان جنرال مېلر بغلان ولایت ته سفر وکړ. د دې وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې یادو چارواکو ددغه ولایت د بیلابیلو سیمو له خلکو او قومي مشرانو سره ولیدل او همداراز په بغلان کې د پراخو عملیاتو د پیل په تړاو یې له امنیتي مسؤولینو سره وکتل او لازم هدایات یې ورکړ. د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې په حواله د عملیاتو له پیله تراوسه، ۵ کلي د خلکو په همکارۍ د وسله والو طالبانو له شتونه په بشپړه توګه پاک شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ملي دفاع سرپرست وزیر سفرونه نا امنه ولایتونو ته زیات شوي دي.