د دماغي حجرو د ویجاړتوب ۱۰ لاملونه

ژباړه: عبدالقدیر پوپل

هغه  لس خویونه چې د دماغي حجرو(سلولونو) د ویجاړتوب لامل ګرځي په لاندي ډول دي:

۱: د سهار ناشته  یا ناری نه کول :

هغه کسان چې سهار ناری نه کوي  د هغو دویني قندایاتو اندازه کښته وي ، چې دا و دماغ ته د نیوټرنو په برابرلو کې کمښت راولي او د دماغ  د کمزورۍ لامل کیږي .

۲: تر ټاکلي اندازې ډیره ډوډي خوړل :

پرخورې د دماغي شیریانو د سختۍ سبب ګرځي چې  وروسته د ذهني قوت د کمزورۍ لامل کېږي .

۳: د سګریټو څکول :

د سګریټو څکول د دماغ  انقباض کمېدلو لامل او دAlzheimer  مرض ته لار هواره  وي .

۴:  د شیرنیو څخه  ډیره  ګته اخستل:

د ډیرو شیرنيو استعمال د نیوټرن او پروټینو د حل کېدلو خنډ ګرځي .

د نیمګړې تغذیې سبب ، او کېداشی چې د دماغ  په وده کې هم مداخله  وکړي .

۵: چټله هوا :

دماغ  زموږ  په  بدن کې  ترټولو ډیر و اکسیجن  ته اړتیا لري، د چټلي هوا تنفس دماغ  ته د کافي اندازې اکسیجن  په رسولو کې کمی راولي چې  د ذهني موثریت د کمېدلو سبب ګرځي.

۶:  بد خوابي :

خوب  دماغ  ته ارامي  وربښی . اوږد مهاله بد خوابي د دماغي حجرو  د مړه کېدو باعث کیږي.

۷: د خوب  په وخت  کې سر پټول :

په پټ سره ویدېدل (پټو یا بل شی پر سر یا  پر مخ  کشول ) د کاربن ډای اوکسایډ جوړښت ډیره وي او د اوکسیجن جوړښت  کموي  کېداشي  په نتیجه کې دماغ  ته زیان ورسوي .

۸: په ناروغۍ  کې ذهني فعالیتونه  کول :

په ناروغۍ  کې سخت  ذهني کار کول او یا زدکړي  کول  ذهنی اغیزمنتوب  کمزوره  او ور سره سره  دماغ  ته د زیان رسولو سبب  کېداشي  .

۹: په دماغ کي د لمسونکو یا سالمو فکرنو کمښت :

د ذهن د روزلو تر ټولو ښه لار فکر کول دي ، د سالمو فکرونو کمښت د ذهن د ټـیـټـېـدلو لامل ګرځي .

۱۰: هوښیارې خبري کول :

عقلي او فکري محاوره کول ذهن ته پرمختګ وربښي.