ژباړه: عبدالقدیر پوپل
هغه لس خویونه چي د دماغي حجرو(سلولونو) د ویجاړتوب لامل ګرځي په لاندي ډول دي:
۱: د سهار ناشته یا ناری نه کول :
هغه کسان چي سهار ناری نه کوي د هغو دویني قندایاتو اندازه کښته وي ، چې دا و دماغ ته د نیوټرنو په برابرلو کي کمیښت راولي او د دماغ د کمزورۍ لامل کیږي .
۲: تر ټاکلي اندازې ډیره ډوډي خوړل :
پرخورې د دماغي شیریانو د سختۍ سبب ګرځي چي وروسته د ذهني قوت د کمزورۍ لامل کیږي .
۳: د سګرټو څکول :
د سګرټو څکول د دماغ انقباض کمېدلو لامل او دAlzheimer مرض ته لار هواره وي .
۴: د شیرنیو څخه ډیره ګته اخستل:
د ډیرو شیرنيو استعمال د نیوټرن او پروټینو د حل کېدلو خنډ ګرځي . د نیمګړې تغذیې سبب ، او کېداسی چي د دماغ په وده کي هم مداخله وکړي .
۵: چټله هوا :
دماغ زموږ په بدن کی ترټولو ډیر و اکسیجن ته اړتیا لري، د چټلي هوا تنفس دماغ ته د کافي اندازې اکسیجن په رسولو کي کمی راولي چي د ذهني موثریت د کمېدلو سبب ګرځي.
۶: بد خوابي :
خوب دماغ ته ارامي وربخښی . اوږد مهاله بد خوابي د دماغي حجرو د مړه کېدو باعث کیږي.