پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د دماغ د چالاک او تندرسته ساتلو اسانه طریقه

ژباړن: افتخار احمد زهیر

په نن سبا مصروفه ژوند کې دماع تازه (چالاک او تندروست) ساتل ډیر مشکل کار دی ځکه چې د دې زمانې خلکو ته ډیر زیات کارونه او مسوولیتونه ورتر غاړې وي ، نو په دې وخت کې د انسان  له دماغو څخه د ځینو خبرو یا د ځینو څیزونو هیریدل یوه عادي خبره ده .

دا حالت په یو داسې وخت کې راتلای شي چې کله یو انسان د اوږدې مودې لپاره د زهني او دماغي سختوالي قرباني شوی وي او د خپلو دماغو سره په ډیره مبارزه کې اخته شوی وي .

نو په همدې موخه د دماغو مشهورې پاکستانۍ ډاکټرې شهیلا جاوید د دماغو د تندرسته او تیز ساتلو لپاره نوې او ډیره فایدمنه طریقه بیان کړې ده ، چې د دې طریقي مطابق ، مخکې له دې چې سهار له کوره ووځئ خپله سهارنۍ مو ښه په ارامه زړه نوشجان کړئ او هغه ځکه چې دا عمل کولای شي ستاسو دماغ چالاک او تندروسته وساتي .

ډاکټره شهیلا دا هم ویلي چې که د یو انسان عمر زیات وي او که کم خو د خپلې سهارنۍ خوړول عمل دې دوامداره وساتي نو په دې سره به یې دماغ ډیر چالاکه اوسي ، او ځکه ډیر مفید تمامیږي چې یو انسان وروسته د اتوو نه تر لسو ساعتونو پورې خوب کړی وي چې په دې وخت کې د انسان دماغ ډیر سست پاتې شوي وي .

او بله ګټه یې دا ده که له خوبه د پاڅیدو وروسته یو انسان خپله سهارنۍ په خپل وخت اوخوري نو هم به یې بدن او هم به یې دماغو ته ګټه ورسیږي .

نو که یو انسان د دماغو د قوي کولو نه مخکې یو داسې کار بیل کړي چې په هغې کې د دماغو استعمال زیات وي نو دماغ به یې لږ لږ سستیږي ، نو فلها‌ذا د کور نه وتلو او دفتر ته د تګ او یا د هر کار تر سره کولو نه مخکې یو انسان باید سهارنۍ ضروري اوخوري .

د ډاکټرې شهیلا دغې طریقې مطابق په سهارنۍ کې تر ډیره داسې خوراک وکړئ چې په هغې کاربوهایډریټ او پروټین شامل وي لکه د غنمو ډوډۍ ، هګۍ ، شیدې او یا نور داسې خواړه چې په هغې کې دغه مواد شامل وي .

نو د ډاکټرې شهیلا په وینا چې که یو انسان چیرته خپله سهارنۍ په خپل وخت سره ونه خوري نو نه یواځې دا چې دماغ به یې کمزوري او سست پاتې شي بلکې د جسمي کمزورۍ سره به هم مخامخ شي ، نو دا چې د دې ستونزو سره مخ نه شئ او د پرمختللو خلکو په شان چټک دماغ ولرۍ نو د سهارنۍ خوړلو عادت مو دوامداره وساتئ .