چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د دنګل فلم په مسلمانې جینۍ د”بیشرمه سیلفي “له امله انتقادونه شوي

د دنګل فلم په وتلې ادکارې فاطمه ثنا شیخ باندې ډير کله انتقادونه د هغې د ناسمو او نیمه بربنډو عکسونو له امله کیږي.

نوموړې، چې د عامر خان او امیتاب بچن سره به په راتلونکي فلم (ټګز اف هندوستان) کې هم ولوبیږي، ډیر کله په خپلو ټولنیزو پاڼو محرک عکسونه خپروي.

تازه ثنا په خپل انستګرام یو عکس خپور کړی، چې په هندي ساړي کې يې نیمه خيټه لوڅه ښکاري. نوموړې د همدې عکس سره لیکلي: (بیشرمه سیلفي!)

مینوال يې ورته په تبصرو کې توند غبروګون ښودلی او دا يې ددې ډول عکسونو د خپرولو له امله رټلې ده.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې د همدې کال په روژې میاشت کې هم د ساحل تر عاړې نیم بربنډ عکس خپور کړی و، چې د لیدونکو د سختو نیوکو سره مخ شوه.

فاطمه ثنا شیخ د هندوستان د کشیمر ده، چې په ډیر کم وخت کې يې په بالیووډ کې ځان د شهرت لوړو ته وروساوه.