د (د) او (له) استعمال

لیکوال :  نورالله زهير

(د)او (لـه) سربلونـه دي چي په جمله کي تر نوم له مخه راځي.

(د) ملکي او اضافي سربل دی او د اضافت توری هم دی چي يو څـيز په چا پوري اړونـدوي يا ملکــيت ښـيـي.

لکه: د دوی کـــتاب، د احمد قلم…

د (د) او (له) تــر منځ توپــير شـته يو نه دي. (د) د اضافت او ملکيت لپاره او (لـه) د بـېلتون او پـيوستـون دواړو لپاره کارولای شــو. لکه:

احـمد له کابله راغی.

احمد له دوی سره ځــي.

موږ له هغو سره نه ځو.

«سـره» له (لـه) سره راځــي نــه له (د) ســره.

محمد له ورور ســره راغی. سم

محمد د ورور سره راغی. نـاسم

بل مــثال:

موږ د تاريخه ډېر څه زده کولای شــو. ناسم

موږ له تاريخه ډېر څه زده کولای شــو. سم

ځــيني کسان د (د) او (له) توپــير نه کوي يا فرق نـه ورکوي. که (د) او (له) يـو وي او توپير نه لري نو لاندي مــثال وګورئ.

مثال د يون صاحب له (دپښتو ليکني سمون) نه

را اخلم.

«تل بــه دي ساتم د پردو وطنــه»

د پورته مسرې معنا دا راوزي چي شاعرخپل وطن پرې ايـــښی د پردو وطن ته وايي چي ساتـنه دي کوم او ساتم دي.

کـه دا مسره داسي وليکو او د (د) پـــر ځـای (لـه) وکاروو د مــــــسرې معنا بدليږ ي.

«تـل به دي ساتم لــه پردو وطنه»

د دې مسرې معنا دا شوه چي شاعر ئې غواړي او خـپل وطن ته خطاب کوي چي تل بـه دي له پردو ساتم.

د دروېش دراني دا بــيت وګورئ پــه دواړو بــڼو ئې ليکو.

ځواني له سړي يوسي، تور وېښـته لـه سړي واخلي کرار- کرار لګـياوي وخت هر څـه لـه سړي واخلي

ځواني د سړي يوسي ، تـور وېښته د سـړي واخلي کـرار- کرار لګــيا وي وخت هـر څه د سړي واخلي

دا لنډۍ هم وګورئ داسي ويل شوې ده :

چي ته ئې زموږ له کلي يووړې د هغې ورځي خندا خولې تـه نـه راځــينـه

پـه لومړۍ مسره کي (لـه) پر ځای راغـلی خو پـه دويـمـه مـسره کي دا سي معنا هم ترې اخيستل کيږي چي د هـغې ورځي پـه رنـګ مي بـيـا نـه دي خـندلي.

کـه داسي وويل شــي:

چي ته ئې زموږ له کلي يووړې له هغې ورځي خندا خولې ته نه راځــينه

دلـتـه داسي معنا ورکوي چي لـه هـغې ورځي راهيسي مي بـيـا نه خندلي او نـه خندا خولې تـه راځي.