د ذهني ارامتیا (خوش طبعي ) لپاره ګټوره سابه

نوي څېړني ښيي چې د ذهني سکون او په روحي ډول د انسان خوشاله ساتلو لپار سبزي او مڼه تر ټولو ډېر ګتور او اغېز ناکه خواړه دي.

په نیوزي لینډ کې د اوټاګو پوهنتون لخوا په ۲۸۱ تنو یو څېړنه ترسره شوې ده او د ۲۱ ورځو په اوږدو کې يې د هغوی د خوړو طرز او طریقه څېړلې شوې ده.

دغې څېړنې څرګنده کړې ده ((هغه کسان، چې په روازنه ژوند کې د خوړو پر وخت سبزيجات او مڼه خوري تر نورو خلکو خوشتبه او په ذهني او رواني ډول ارام وي. او هغه کسان چې نور خوراکونه کوي د دوی په پرتله د بد خويه او توند روي وي)).

د څېړنېزې ډلې مشر ډاکتر (ټيم لین کونر) وايي (( په هغه ورځو کې ، چې خلک په کې سبزیجات او تر څنګ يې د مڼو ډېر خوراک وکړي، په دې ورځو کې دغه ډله کسان د نورو ورځو په پرتله خوشاله او ارامه وي)).

نوموړی وايي د نورو خوراکونو په پرتله د سبزيجاتو خوراک د انسان په رواني ژوند ډېر اغېز لري او په نورماله توګه ورسره انسان د ارمتیا او خواشالۍ احساس کوي.

دغه څېړنه کاږي د سبیزجاتو او مڼې خوراک د دې تر څنګ چې خلک په روزانه ژوند کې خوشاله او ارام ساتي د دوی ذهنونه هم تېزوي.

نورالله خان افغان