سه شنبه , 16 اپریل 2024

د ذهني فشار په وخت کې د ژورې ساه اخیستلو رول

ژباړه: حامد احمدزی

زیاتره خلک په ورځني ژوند کې غوسه کېږي او له ذهني فشار سره مخ کېږي چې دا څه بیا زیاتره وخت ناوړه پایلې لري. په لیکنه کې د ذهني فشار په وخت کې د ژورې ساه اخیستو په اړه خبرې شوې دي.

د انسان د بدن داخلي برخې ټولې پلان شوې دي او هر حرکت چې هغو ته تاوان ورسوي، ددې سبب ګرځي چې انسان له ذهني فشار سره مخ شي، داخلي فشارونه او خنډونه لکه ځورونې او نفرت کولی شي د انسان روان ته ضرر ورسوي او له ستونزو سره یې مخ کړي.

همدارنګه ځینې ستونزې هم ددې سبب ګرځي چې انسان له بد حالت سره مخ کړي.

ذهني فشار کولی شي خپګان رامنځته کړي، خپګان بیا بېلا بېل ډولونه لري، ځینې وخت خپګان پټ وي چې انسان په ورځنیو چارو کې له ځینو کارونو خوند نشي اخیستلای. زیاتره وخت د سندرو اورېدل، د ځینو انځورونو ليدل او همدارنګه ځینې نور کارونه کولی شي چې ذهني فشار رامنځته کړي.

د ذهني فشار یو بل ډول دا دی چې اکثره خلک له نشه يي توکو استفاده کوي. دغه کسان هم له ژونده خوند نشي اخیستی. دوی هم درملو او رواني مشورې ته اړتيا لري. همدارنګه دوی له فزیکي اړخه هم ډېر ضرر ویني. په دغه ډول خپګان کې هغه څوک چې په دې ناروغۍ اخته کېږي، یوازې خپل ځان پرې پېټی نه وي، بلکې د کورنۍ پر اوږو هم دروند بار وي. په دغه حالت کې په دې ډول ذهني فشار اخته کس هڅه کوي چې ځان وژنه وکړي.

د ذهني فشار د مخنیوي لارې چارې:

۱۱ ځلې ژوره ساه اخیستل!

د ذهني فشار کمولو لپاره ډېرې لارې شته. څېړنو ښودلې چې ۱۱ ځلې د ژورې ساه اخیستل کولی شي ذهني فشار له منځه یوسي. مهمه خبره داده چې درې یا څلور ځلې ژوره ساه اخیستل نشي کولی ذهني فشار کنټرول کړي، ښه داده چې پوره ۱۱ ځلې ژوره ساه واخیستل شي. همدارنګه ساه اخیستل باید په داسې ډول وي چې د هوا جریان په پوره توګه بدن تېر کړو او بېرته یې وباسو.

د خپلو لاسونو پنجې خلاصې او بندې کړئ

یوه بله لاره چې په دې سره هم ذهني فشار کمېږي دا ده چې د خپلو لاسونو پنجې په پوره ډول خلاصې او بندې کړئ، او ژوره ساه واخلئ.

هایډرتوتراپي هغه چاره ده چې د فشار په کنټرول کې اغېزمن تماميږي. یو ګیلاس اوبه څښل، او د مخ مینځل هم کولی شي د ذهني فشار په کمولو کې مرسته وکړي.

په شنو سیمو کې پلی تګ وکړئ او ارامه موسیقي واورئ

په شنو سیمو کې ګرځېدل، د مرغانو اوازونه او همدارنګه د ارامې موسیقۍ اورېدل مو ذهني فشار له منځه وړي.

ذهني فشار د ټلويزيون په پرده دلاندې ليکنې په څېر دی!

د ذهن ټول حرکتونه لکه د ټلوېزیون په پرده د لاندې کرښې تېرېدو په څېر دي. که لیدونکي ورته وګوري هر څه د همغې کرښې په څېر له لاسه ورکوي او تېریږي، نو که غواړی چې ذهني فشار مو تر ډېره تر خپل اغېز لاندې رانه ولي او د ژوند له نورو برخو مو پاتې نه کړي، لازمه ده چې خپل ذهن مو د ښایسته انځورونو په راوستو، د ښو خاطرو په یادولو او یا هم د یوه ښه دوست د پیدا کولو په فکر بوخت کړو.