د ذهن د ارامولو درې لارې چارې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

۱- له چاپېریال سره جوړجاړی وکړئ

که وغواړی چې چاپېريال ستاسو په خوښه جوړ شي، نو یوازې خپلې بریاوې به له لاسه ورکړی؛ خو که هڅه وکړئ چې ځان له چاپيريال سره برابر کړئ نو هغه چاپېريال به ستاسو پر خوا شي چې وړاندې درسره په جګړه بوخت و.

۲- هغه ستونزې وزغمئ چې د هوراي لارې نه لري

پر ګټې د تاوان د بدلولو تر ټولو غوره لاره دا ده چې تاوان وزغمئ. هر څوک له لوړو او ژورو سره مخ کېږي، خو منزل ته يوازې هغه خلک رسېږي چې د ستونزو د زغملو وړتيا ولري. بايد زده کړئ چې له پېښو سره څنګه چلند وکړی. پر ځان باور ولرئ؛ همدا باور د دې لامل کېږي چې د ستونزو پر وړاندې په قوت سره مبارزه وکړی.

۳- له وس سره سم مسووليتونه واخلئ

دغه پند تل په ياد لرئ؛ موږ ډېر کله غواړو چې لویو مسوولیتونو ته اوږه ورکړو، ځکه فکر کوو چې دا کار به مو د شخصيت د لوړېدو سبب شي. خو ايا تاسو ته خپل توان معلوم دی؟ ولې تر خپل توان ډېر مسووليتونه اخلئ؟ لوی مسووليتونه، چې د پوره کولو وړتيا يې نه لری، تاسو ته شخصيت  نه شي در بښلی، بلکې په ذهني کشمکشونو مو اخته کوي.