د ورځني استعمال شيان، چې ژوند مو له خطر سره مخ کوي

مونږ باور لرو چې د نغدي پيسې سکه یا نوټ چې مونږ پرې هره ورځ لاس وهو د باکتریاو او وایرسونو تر ټولو لوی لامل دی، خو اوس پوهانو وایي چې یوازې دا نه بلکې ډير نور څیزونه دي چې مونږ پرې هره ورځ لاس وهو او زمونږ ژوند له یو ستر ګواښ سره مخ کوي.

ددې موضوع په اړه پوه ډاکټر او په ماسکو کې د طبي څیړنې د ادارې مشر فاسیلي ورولوف ویلي: له یو شمېر څیړنو څخه څرګنده شوې چې د ورځني استعمال ډير نور داسې څیزونه دي چې هره ورځ پرې لاس وهو او مونږ پر خطرناکو ناروغیو اخته کوي.

په دغه څیزونو کې د لیفټ تڼۍ یا بټنې، د بانک ATM بټنې او هغه لاسي بیګونه چې په ستر بازار یا سوپر مارکیټ کې د څیزونو راخیستلو لپاره کاریږي- دي.

ډاکټر واسیلي ورولوف زیاتوي چې باکتریاوې او وایرسونه یوازې عامه ځایونو پورې محدود نه دي، بلکې دغه پټ او کوچني موجودات په کور کې له کټونو، فرنیچرونو او قالینو څخه هم د انسان بدن ته داخلیږي.

ددې باکتریاو او وایروسونو لوی مقدار په تشنابونو او د تشناب په سطحونو کې، د موټر په سټیرنګ نیولو، د تلویزون په ریموټ اخیستلو، ګرځنده تلیفون، د لوښو پاکولو سپنج یا ټوټه او یا نور داسې څیزونه چې هره ورځ یې استعمالوو- موندل کیږي.

ډاکټر ورولوف زیاتوي چې ددغه ځمکني څيزونو څخه چې هره ورځ پرې لاس وهو خلاصون هم نشته، خو په ځینې روغتیایي قاعدو عملي کولو سره کولای شو له دغه ستونزې ځان وژغورو.

ددې لپاره اړینه ده چې لاسونه په ورځ کې ډير ځله پریمنځو، په ځانګړي ډول له خوراک وړاندې او وروسته، او له هر هغه څيز چې مونږ یې روزانه استعمالوو یا په عامه ځایونو کې لکه د دروازو لاستي او د لیفټ تڼۍ له استعمال وروسته حتما باید لاسونه پریمنځو او یا هم په هغه رومال چې باکتریا ضد ماده ولري لاسونه پاک کړو.