پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د روغ صحت لرونکي انسان څو نښې!

روغتیا د الله تعالی لوی نعمت دی چې خپلو بندګانو ته یې ورکړی دی، په دې د الله تعالی شکر ویستل په کار دي، خو انسان ته د خپلې روغتیا ارمان هغه وخت ورځي کله چې ناروغ شي.

انسان د عمر په تېرېدو سره په یو شمېر ناروغیو اخته کېدو تجربه لري، ځینې داسې ناروغۍ هم لري چې ده ته خپل صحت روغ ښکاري خو په حقیقت کې ناروغ وي، او یا هم ده ته خپل بدن ناروغ ښکاري خو په ده کې داسې نښې وي چې دده د روغتیا ضمانت کوي.

ځینې نښې یې دلته وړاندې کوو چې څنګه یو انسان پوه شي، روغ صحت لري؟ دلته د روغ صحت څو نښې ولوئ!

د لوږې پر وخت متوسط خواړه خوړل

که تاسې یوازې د لوږې پر وخت خوراک کوئ، او په خوراک کې زیاتی نه کوئ، او نه هم د ډوډۍ خوړلو په اړه نفسیاتي ستونزه لرئ، نو پوه شئ چې ستاسې صحت روغ دی.

د بدني اړتیاو سره سم خواړه

بدن ته د اړتیا پر وخت زړه هغه خوراک ته مایله کیږي، او انسان ته د زړه غوښتنې پر وخت د زیاتو، کمو او څه خوړلو اندازه کیږي، کله چې د انسان بدن اوبو ته اړتیا لري، او انسان پر وخت اوبه ونه څکي ناروغي پرې اغیز کوي، نو د روغ صحت نښه داده چې انسان د بدن اړتیاوو سره سم خواړه خوري.

د لفټ پر ځای زینو ته لومړیتوب ورکول

د روغ انسان یوه نښه داده، چې لوړې ودانۍ ته ختلو پر وخت د لفټ پر ځای زینو یا پایو ته لومړیتوب ورکوي، د طب متخصصینو وینا پر اساس کله چې انسان لوړې ودانۍ ته بې له ځنډه وخیژی او د ختلو پر وخت د ډیرې ستړیا احساس ونکړي، دا معنا ورکوي چې صحت روغ لري.

سمدلاسه نه ویده کېدل

کله چې انسان د ویده کېدو اراده وکړي او په بستر د سر کیښودو سره سم یې سترګې پټې شي، دا څرګندوي چې ددې سړي روغتیایي حالت ښه نه دی، د طب متخصصین وایي، په عام ډول پر بستر د ملاستې پر وخت انسان له لسو څخه تر شلو منټو وخت اخلي، په دې جریان کې بدن ارامیږي او له هغې وروسته ویده کیږي.

نن ټکی اسیا