چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د زنګنانو درد لپاره ګټورې غذاوي !

ژباړه: پلوشه فضلي

د افغانستان په شمول په ډیرو هیوادونو کښي د ځنګنونو درد یو له عامو دردونو څخه دی. په دې اړه فزیوتراپي، ورزش او دواوي ډېره مرسته کوي.

پوهانو په دې اړه ځیني غذاوي راپېژندلي دي چي د ځنګونونو په درد کښي ډېره مرسته کوي:

میډیټرینین غذا

دا هغه غذا ده چي مېوه، حبوبات، لږ غوړي لرونکي غوښه، ماهی او زیتون تېل پکښي شامل دي. په دې غذا کښي انټی اکسیډنټس او اومیګا درې شامل دي چي د هر عمر بدن له پاره ګټور دي. که یادي غذا ته سبزي هم ور اضافه سي نو د درو میاشتو په پرله پسې خوړلو سره به د ځنګانو له درده خلاص سئ.

د مستو استعمال

د امریکا ورجسټر پوهنتون طبی څېړونکي په دې باور دي چي فاسټ فوډ په هاضمي نظام کښی ګټوري باکټریاوي په زیانمنو باکټریاوو تبدیلوي. نو که د مستو استعمال زیات وکړل سي، مستې په هاضمي نظام کښي د ګټورو باکټریاوو شمېر زیاتوي.

ماهی، او د شیدو استعمال

د ماهی خوړل چي لږ غوړي هم ولري د ځنګانو د درد له پاره ګټور ثابت سوي دي. شیدې هم د ځنګونونو د درد له پاره ګټوري بللي سوي دي. تر ډېره د زیات وزن لرونکي کسان د ځنګونونو په درد اخته وي. نو که غواړئ چي له دې درده خلاص سئ یوه لاره یې هم خپل وزن کنټرولول دي