پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د زړه دقوي کیدو لپاره داسې وکړئ!

تازه څیړنې ښيي، چې که کمه تر کمه د ورځې دوه ځلې غاښونه بورس شي، د زړه د ناروغیو مخنیوي کیږي.

ډاکترانو د زړه ځینې داسې ناروغان تشخیص کړۍ، چې اصلا د غښونو د پاک نه ساتلو له امله د زړه په ناروغۍ اخته شوې وه. د څیړونکو په باور چې د وریو ناروغي د زړه د ناروغیو لامل کیږي. ځکه چې بکتریا له ویرو څه وینې ته داخلیږي او له هغه ځایه زړه ته ځي.

څیړونکې مالومه کړي، هغوې چې د وریو ناروغي لري د زړه په ناروغیو يې د اخته کیدو احتمال زیات دی.

دوې سپارښتنه کوې، چې که خپل غاښونه د ورځې کم تر کمه دوه ځلې بورس شي د خولي بدبوي د ورکیدلو سربیره به مو د زړه عضلات هم قوي شي.