د زړه ناروغۍ پنځه نښې چې بايد جدي وګڼل شي

ژباړه: احمد الهام

په امریکا کې د زړه ناروغۍ د وقايې مرکز وایي، د زړه ناروغۍ د ښځو د مړینې اصلي لامل دی. دغه مرکز وایي، په هرو څلورو مړې کېدونکو ښځو کې د يوې د مړينې لامل د زړه ناروغي وي. دغه محاسبه د نارینه و لپاره هم صدق کوي او د نارینه و په مړینه کې هم د زړه ناروغي له پامه نه شي غورځول کېدای. د امريکا د زړه ناروغۍ د وقايې مرکز وايي، په ټوله نړۍ کې یوازې ۵۴ سلنه ښځې دې پېښې ته متوجه شوې دي.

د زړه د ناروغیو په اړه وړاندوینه او له دې ناروغۍ څخه ځان ژغورل ډېره جدي مسئله ده چې باید پام ورته وشي. په دې لیکنه کې د زړه د ناروغیو له هغه نښو نښانو سره اشنا کېږی چې د ښځو د مړینې لامل کېږي.

ایا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی چې د زړه ناروغۍ څه ډول ناروغۍ دي. د زړه ناروغۍ ټولو هغه ناروغیو ته ویل کېږي چې په زړه پورې اړوندې وي، نه یوازې د زړه په سکتې پورې.

د نیویارک په هیل لنوکس روغتون کې د ښځو د زړه د سلامتیا د موسسې ريیس او د نړیوالې تغذیې د ټولنې بنسټ اېښودونکی ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، د زړه ناروغۍ په ټوله کې د رګونو د تنګوالي له کبله منځ ته راځي، خو دا چې زړه له څلورو برخو جوړ شوی، نو ناروغۍ یې هم په بېل بېل ډول د هرې برخې اړوندې کېدای شي.

کېدای شي زړه له ډول ډول پېښو سره مخ شي، خو تر هغه وخته پورې چې پر ښځو د زړه حمله را نه شي، کېدای شي د زړه ناروغیو ته یې پام نه شي. ځکه ډېرې ښځې لا هم پر دې نه پوهېږي چې د زړه ناروغۍ څه ډول نښې نښانې لري. که تاسو هم په دې ډله کې راځی، نو ښه ده چې پوه شی کومې نښې نښانې دي چې د زړه پر ناروغیو دلالت کوي.

۱- ساه لنډي

په ښځو کې ساه لنډي د زړه د ناروغۍ نښه ده. ځینې وخت ساه لنډي په تنفسي سيسټم کې د ستونزې له کبله وي، چې د حل لپاره یې باید ورزش وشي او که د هوا د یخوالي له کبله وي، باید د الرژۍ ټابلېټ وخوړل شي، خو که داسې نه وي بیا د زړه د ناروغۍ نښه کېدای شي. ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، د زړه اصلي دنده د وینې په وسیله د اکسېجن رسول دي، خو که ونه شي کولی په سم ډول اکسېجن ورسوي په دې مانا ده چې زړه له ستونزې سره مخ شوی دی. د زړه د ناروغۍ پر مهال تنفسي ستونزې دومره ډېرېږي، چې ان سړی نه شي کولی وغځېږي. د زړه ناروغي د بدن غړو ته د اکسېجن رسېدل ستونزمنوي. که تاسو هم په ساه اخیستو کې ستونزه لرئ او دغه ستونزه مو د الرژۍ له کبله نه وي، ښه ده چې له اړوند ډاکټر سره سلا وکړئ.

۲- د سینې په قفس کې د دروندوالي احساس

د سینې په قفس کې دروندوالی، چې د انژین په نوم هم یادېږي او ورسره ساه لنډي، د زړه د ناروغۍ اصلي نښې بلل کېږي. ډېری ښځې داسې احساس کوي چې پر سینه یې دروند شی اېښودل شوي او یا یې په معده کې شته خواړه هضم شوي نه دي. که له دې ډول پېښې سره مخ شوی او ښه پوه وی چې لامل یې بل څه نه شي کېدای، نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

۳- د بدن په غړو کې ناڅاپي دردونه

په ښځو کې د نس درد، د زړه د ناروغۍ لامل کېدای شي. ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، ډېری هغه ښځې چې د زړه پر ناروغۍ اخته وي، د سینې په قفس کې نه، بلکې په نس کې درد احساسوي. همدا راز د زړه پر ناروغۍ اخته ښځې ډېر کله په ژامو او غاړه کې هم دردونه احساسوي. که مېرمنې پوهې شي چې د نس درد یې د میاشتنۍ ناروغۍ او یا هم په کولمو کې نه دی او ناڅاپي ورته پیدا شوی، هرو مرو دې ډاکټر ته د معاينې لپاره ورشي.

۴- د لاسونو او پښو ویده کېدل

د لاسونو او پښو وېده کېدل، کرختېدل، یخېدل او ور سره درد، د دې نښه ده چې د بدن دې برخې ته په سم ډول اکسېجن نه رسېږي. د وخت په تېرېدو سره، دې برخو ته د اکسېجن نه رسېدل اعصابو ته زیان رسوي. په اصل کې په لاسونو او پښو کې چې تاسو هر ډول حس لرئ، د اعصابو له سلامتیا سره اړیکه لري. که پوه شی چې د لاسونو او پښو کرختي مو کومه بله توجیه نه لري، نو پوه شی چې ستونزه مو په زړه کې ده.

۵- د زړه ټکان

ایا تر اوسه مو زړه لړزه او یا هم ټکان کړی؟ که یې ناڅاپه ټکان کړی وي مانا یې دا ده چې یا وېرېدلي یی او یا مو هم زړه په ضربان کې له ستونزې سره مخ شوی. دغه څه په ډېرې اسانۍ سره حس کېدای شي. داکټر سوزان شتاینباوم وایي، ډېری مراجعین يې وایي، له خوب وروسته له دغه ډول پېښې سره مخ کېږي او ډېر دوام هم نه کوي. دغه پېښې د کافین د زیاتو کارولو، په بدن کې د اوبو د کمښت او یا هم سټرېس له کبله وي. خو که دغه څه له دريو دقیقو ډېر دوام وکړي او پاس ذکر شوي شیان یې هم لامل نه وي، نو ښه ده چې له ډاکټر سره مشوره وشي.