د زیاته اندازه کلشیم جذب کولو لپاره باید څه وکړو؟

 

که هډوکي موقوي وساتئ نو په راتلونکي کي به دهډوکوله رنځه نه کړېږئ. او که دهډوکو خیال مونه ساتئ نونه یواځي داچي ظاهربه موښکلی نه وي بلکی د وخت په تېرېدو به دهډوکوله ماتېدو، دملاله درده اوګڼونورو ستونځو ځوریدونکي یاست.

کلک هډوکي :

هډوکي په ځواني کي قوي وي؛ مګرد وخت په تېرېدو دهډوکو مقاومت راټیټېږي. دهډوکودمقاومت ټیټوالی په ښځوکي هغه مهال لاډیر زیاتېږي چي د یأس عمرته ورسېږي. نویوه هغه لاره چي ورباندي د هډوکو دخرابي مخه نیوله کېږي داده چی له سالم غذایي رژیم څخه استفاده وکړو.

دشیدو کارول.

کلشیم دهډوکو دقوي کولولپاره بنیادي ډبره ده. هغه کسان چي عمرونه یې تر۵۰ کلونوپورته دي بایدهرورځ ۱۰۰۰میلي ګرامه شیدې وخوري ځکه شیدې دکلشیم قوي منبع ده.

مستې او پنیر:

مستې هم په غذایي لحاظ دشیدو پشان دي. که تاسو شیدو له لاکتوز سره حساسیت لرئ نومستې او پنیرداسي څه دي چي هغه پکي ترشیدوکم دی. دغه رنګه له نورو هغو محصولاتو هم استفاده کولای شئ چي لاکتوز پکي کم وي. اوکه له شیدوڅخه لاکتوز لري کړل شي نوهم دکلشیم کچي ته پکي زیان نه رسېږي.

سره شوي ماهیان:

یواځي دانه ده چي شیدې دکلشیم په جذب کي غښتلې دي بلکي هغه ماهیان هم چي واړه هډوکي لري دکلشیمو په برخه کي ډیرغني دي اوخوړل یې د هډوکوکي دپیاوړتیا لپاره ډیرګټوردي.

سبزیجات:

ټول هغه سبزيجات چي پاڼې لری په ډیره ښه اندازه کلشیم لري؛ همدارازنور هغه هم لکه شلغم په بدن کي دکلشیم پوره کولو په برخه کي ګټوردي.

غني شوي خواړه:

که هغه مواد چي طبیعي کلشیم لري لکه سبزي، ماهی اونورو څخه موزړه سوړوي نو پرځای یې له هغو خوړو څخه هم استفاده کولای شئ چي غني شوي کلشیم لري. دامواد سره له دې چي کافي کلشیم پکي ځای کړل شوي وي نور ډول معدني مواد هم لري.

دکلشیم پوره کونکي مواد:

هغه درمل چي په بدن کي دکلشیمو دپوره والي په موخه ایجاد شوي دکلشیمو دکمښت له منځوړلو لپاره یوه ښه لاره ده. البتة: طبي پوهان وایي چي که دخوړو له لاري دبدن اړتیاپوره کېدای شي بیاد درملوکارول ښه نه دي. که دادرمل کاروئ نوکیدای شي په ۲۰۰ ملی ګرامه مو چاره وشي خوکه تراړتیاپه زیاته اندازه وکارول شي نوپه پښتورګي کي د ډبري پیداکېدو خطر رامنځته کوي.

مالګه مه خورئ.

مالګه دهغوخوړو په کتارکي ده چي بدن له کلشیمو څخه محروموي. نوڅومره چي تاسوډیره مالګه خورئ هغومره اندازه به مو دادرار له لاري کلشیم له بدنه وزي.

دلمر رڼا:

کله چي زموږ بدن دلمر وړانګوته مخامخ کېږي نو ویټامین ډی تولیدوي. اوهغه کسان چي په داسي ځایوکي اوسي چي هلته دلمروړانګي نه ورلوېږي دویټامین ډي له کمښت سره مخ کېږي؛ ځکه نودوی اړوي  چي په بدن کي د کلشیمو دپوره کولو لپاره له درملو استفاده وکړي. نوپکار ده چي له لمره استفاده وکړئ.