د زیږون لپاره مناسب وخت کوم دی؟!

له ۳۵ کلنې څخه وورسته د ماشوم زیږول د میندو لپاره له ستونزو او خطراتو څخه خالي نه وي. په دغه عمر کې امیدواري د ماشوم د سقط (ضایع) او د مور لپاره د ډیرې وینې د جاري کیدو لامل کیږي.

اما د جنوبي کلفورنیا پوهنتون له لوري په تازه تر سره شوې څيړنه کې راغلي، چې له ۳۵ کلنۍ څخه په وروسته عمر کې د میندو لپاره د ماشوم زیږول ځينې حیرانوونکي ګټې هم لري.

څیړنه کې ۸۳۰ هغه ښځې چې عمرونه يې له ۳۵ کالو څخه پورته وه، مطالعه شوي. پایلې يې ښيې، هغه میرمنو چې له ۳۵ کلنۍ څخه وروسته ماشومان زیږولي وه، تر نورو هغو يې د زهن او اعصابو ځواک زیات وي.

د دې څيړنې پایلې د هغه پلټنو سره هم پرتله شوي، چې پکې یوه مور له ۲۴ کلنۍ څخه مخکې ماشوم زیږوي. څیړونکي وايي، چې د ۱۵ ـ ۲۴ عمر پورې د مور له لپاره د ماشوم زیږول خطرناک وي. دوې وايي، چې له ۲۴ کلنۍ څخه وروسته د ماشوم زیږول د هغې د مور د ذهني ځواک لپاره ګټور وي.

 

پوښتنه داده، چې ولي له ۳۵ کلنۍ څخه وروسته عمر کې د ماشوم زیږول د مور د ذهني پیاوړتیا باعث کیږي؟!

د څیړنې په اساس، چې په دغه عمر کې د ماشوم زیږول د مور په بدن کې د اوستروجین oestrogen او پروجیسټرون progesterone هورمونونو تولید زیاتوي، چې د مور په زهن او اعصابو مثب تاثیرات اچوي او د هغې زهني ځواک ورسره زیاتیږي.

باور دادی، چې د ماشوم زیږولو لپاره مناسب عمر له ۲۴ ـ ۳۵ کلنۍ پورې دی.