پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ستونزو د حل لپاره له۲۰/۸۰ قانون څخه ګټه واخلئ

لیکنه: حمیدالله حمیدي

له۲۰/۸۰ قانون څخه په شخص او شغلي ستونزو کې ګټه اخیستل کېږي، دا په دې مانا دی، چې ۸۰ سلنه ستونزې، د سختیو، ډار او وهم له کبله دي، یعنې داخلي ستونزې دي او یوازې ۲۰ سلنه یې د بېرونیو عواملو له کبله دي. د متفکرینو لپاره یوازې دا ستونزمنه ده، چې وکولی شي ستونزه مشخصه کړي. کله چې ستونزه مشخصه شي، حلول یې د دوی لپاره د پوښتنې کولو په پرتله اسانه دي. کله چې ستونزه مشخصه شي، دوی له ځان څخه پوښتي چې د ستونزې د را ولاړېدو اصلي لامل په څه کې دی؟

برایان ټریسي وايي، د دندو په سمینارونو کې ډېر کله دغه پوښتنه کوم: « څوک غواړي چې ګټه یې دوه برابره شي؟» ډېر کسان خپل لاسونه پورته کوي، بیا له دوی غواړم، ولې مو تر اوسه ګټه دوه برابره نه ده؟ دوی ته وایم، ستاسو د شرکت په څېر ډېر شرکتونه شته، چې دوه برابره، درې برابره او ان پنځه برابره ګټه کوي، په داسې حال کې چې کارکوونکي یې هېڅ تجربه هم نه لري، د هغو شرکتونو مدیران او مشران هم ستاسو په څېر دي، نو بیا ولې تاسو کمه او هغوی ډېره ګټه کوي؟ دغه تمرین له دوی سره مرسته کوي، چې خپلې هغه نیمګړتیاوې او نظرونه را سره شریک کړي، چې د دوی د عوایدو کچه یې را ټیټه کړې ده.