د ستوني بندیدا د درملنې لپاره څو غوره لارې

د هوا بدلیدل طبیعتا د انسان پر روغتیا پوخ اثر کوي، په ځانګړي ډول چې کله د یخنۍ موسم شروع شي او هوا یخه شي نو د ستونې ناروغۍ زیاتې شي، د درملنې لپاره څوک درملتون ته د تلو وخت لري یا نلري، او یا یې درملنه کوي خو مثبت اثر پرې نه کوي، ددې لپاره د طب علماو ستاسو لپاره د طبیعي لارو حل راویستی.

اوبه مالګه

یو ګیلاس ګرمې اوبه راواخلۍ او یوه وړه کاچوغه مالګه په کې واچوئ، ویې لړئ او بیا یې غړغړه کړئ، پامو مو وي چې اوبه ډیرې ګرمې نه وي او په غړغړه کې افراط هم ونه کړئ، ځکه دا مو بیا ستونی زخمي کوي او نورې ستونزې راولاړوي.

اوږه

د اوږې استعمال یا د شربت له لارې او یا هم چې وزبیخل شي او اوبه یې وڅکل شي، ځکه اوږه داسې طبیعي انتي بیتک لري چې په بدن کې د انفلاسیون مخه نیسي.

داوابو بخار

د جوش شوو اوبو بخار د خولې له لارې تنفس کړئ، په دې سره د حلق وچوالی ختمیږي، جوش اوبه په یوه لوښي کې واچوئ، په سر باندې څادر یا کمبل واچوئ چې تف بهر لاړ نشي او د خولې له لارې تنفس کړئ.

شات او دمڼې سرکه

یوه کاچوغه د مڼې سرکه او یوه کاچوغه شات په ګرمو اوبو کې واچوئ بیا یې وڅکئ، د مڼې سرکه د بکتریا په ختمولو کې مرسته کوي.

څښاک

ددې ناروغئ پر وخت ګرم څښاکو ته ډیره توجه ورکړئ، په ځانګړي ډول سوپ او دې ته ورته خواړه ددې ناروغئ د مخنیوي لپاره ګټور دي.

وحید تکل