چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د سرطان ابتدايي نښې؛ دغه مرحله کې يي درملنه ممکنه وي

د نورې نړۍ په څیر په افغانستان کې هم یو شمیر خلک هر کال د سرطان د مختلفو ډولونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د امریکا د روغتیايي کارپوهانو په وینا د سرطان د ناروغۍ ځینې ابتدايي نښو نظر کې نیولو سره دغه ناروغي په وخت پيژندل کیدی شي او په دغه مرحله کې يي درملنه هم ممکنه وي.

دلته مو د سرطان د مهلکې ناروغۍ له ځینو نښو سره اشنا کوو چې په مرسته يي انسان کولی شي د دغې ناروغۍ د پرمختګ مخه ونیسي او درملنه يي وکړي.

په خیټه کې په غیر ضروري ډول د ګیس یا باد شتون:

که چیرې هاضمه خرابه وي او په خیټه کې په غیر معمولي ډول ګیس پیدا شي نو دا د ښځو په هګۍ دانۍ کې د سرطان د شتون نښه کیدی شي. د امریکايي روغتیايي کارپوه بیټ په وینا د هګۍ دانۍ سرطان د خاموش وژوونکی په نوم هم یادیږي خو که چیرې د لګن خاصره په برخه کې د درد احساس کیږي، له لږ خواړه خوړلو سره مړیږئ، ملا مو تل درد کوي او د رفع حاجت په دواړو ډولونو کې ښکاره بدلون لیدل کیږي نو دغه نښې عادي مه ګڼۍ او له ځنډ پرته د اعتبار وړ متخصص ته مراجعه وکړئ.

د ښځو له رحم څخه د غیر معمولي وینې یا مایع خارجیدل:

که چیرې د لږ عمر په میرمنو کې له ځانګړو ورځو څخه وروسته د وینې نښې، لښته شوې وینه او یا يي پر لباس د وینې نښه ولیدل شي او یا د کوم غیر معمولي مایع خارجیدل ولیدل شي نو دا هم د سرطان له نښو څخه ګڼل کیږي او ناروغه کس باید له ځنډ پرته ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د نارینه په ملا کې دوامداره ناروغۍ:

لومړی خو په دې ځان پوه کړئ چې د ملا زیات شمیر دردونه په هیڅ ډول د سرطان لامل نه وي خو په نارینه کې د غټو کولمو او یا د پروستات د سرطان په صورت کې کله کله په ملا کې په مسلسل ډول درد وي نو له همدې امله ډاکټر ته مراجعه کول به غوره وي. د نارینه د روغتیا په اړه د یوې روغتیايي مجلې پر بنسټ د ملا او لګن خاصرې درد د پروستات د سرطان له امله هم پیدا کیږي.

د نارینه د ورنونو، لګن خاصرې او خیټې ناروغۍ:

د پروستات سرطان د نارینه په ورنونو، لګن خاصره او خیټې کې د درد لامل ګرځي. له دې سربیره د نارینه د تناسلي الې په ښکتنۍ برخه او شاوخوا کې د ځینو ناروغیو او روغتیايي خنډونو لامل هم ګرځي. همداراز د تناسلي الې په لاندینۍ برخه او شاوخوا کې سوۍ هم د سرطان نښه کیدی شي.

په نارینه او ښځو کې په دوامداره توګه ټوخی:

که څه هم ټوخی د ستونې د سوی او د یخې هوا له نښو څخه دی خو که چیرې ټوخی په مسلسل ډول ادامه پیدا کړي او له درملنې سره له منځه نه ځي نو بیا د تایرایډ، سږو او یا هم د ستونې د سرطان نښه کیدی شي. د سرطان د ناروغۍ یوه کارپوهه کترینا وایټیکر په وینا د غیر معمولي ټوخي په صورت کې کوم چې له منځه نه ځي باید له ځنډ پرته ډاکټر ته مراجعه وشي.

د نارینه او ښځو په وزن کې غیر عادي کموالی:

په لږه موده کې په غیر عادي ډول د وزن کموالی یوه ډیره خطرناکه مسئله ده کوم چې د سرطان د څو ډولونو نښه کیدی شي. د امریکا د سرطان د ټولنې په وینا په لږه موده کې ۱۰ پاوڼډه وزن کمیدل د سرطان یوه ابتدايي نښه کیدی شي. دغه نښې د خیټې، د خوړو د نل او د سږو د سرطان نښې کیدی شي. خو پام کوي ځینې وختونه د تایرایډ د غدو او ذهني فشار له امله هم وزن کمیږي نو له همدې امله له ځنډ پرته باید له ډاکټر سره مشوره وشي.

د لمفي غدو پړسیدل:

د نارینه او ښځو دواړو په بدن کې لمفي غدې شتون لري کوم چې په غاړه او بغلونو کې موقعیت لري. د دغو غدو پړسیدل د سړې هوا له امله هم رامنځ ته کیږي خو که چیرې د دغو غدو پړسوب د څلورو اونیو لپاره په خپل حالت پاتې شي نو باید له ډاکټر سره مراجعه وشي ځکه چې د سرطان له نښو څخه ګڼل کیږي.

د نارینه او ښځو په پوټکو کې بدلون:

د پوټکي په رنګ او کیفیت کې هر ډول بدلون د پوټکي د سرطان نښه کیدی شي. که چیرې د پوټکي پر مخ شته د کومې دانې رنګ بدلیږي او یا د جسامت اندازه يي زیاتیږي نو دا هم د پوټکي د سرطان نښه کیدی شي.