پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د سرکې حیرانوونکې او ناروغي وژونکې گټې

سرکه یو له هغو خوړو څخه دی چې په یو شمیر نورو خوړو کې د خوند زیاتولو لپاره کارول کیږي او په هر ځای کې په اسانه او ارزانه ترلاسه کېدای ی شي.

په چین کې نوې روغتیايي څیړنې ثابته کړې چې سرکه د سرطان، میکروبونو او باکتریا په خلاف مبارزه کوي او سربېره پر دې  د بدن اضافي وزن کمولو او د میتابولېزم فعالیت غښتلي  کولو لپاره ډیره گټوره.

هوزونگ کرهنريز  پوهنتون کې د ترسره شوې څیړنې پر برنسټ د سرکې گڼ  ډولونه له طبیعي موادو او خوړو جوړیږي چې د روغتیا لپاره ډیر گټور وي او انسان له سترو مالي او روغتیايي زیانونو ژغورلای شي.

په څېړنې کې ویل شوي چې د سرکې تروش خوند د بدن د گلوکوز اندازې په کنټرولولو کې ډیره مرسته کوي، له دې سره د بدن اضافي وزن کمیږي او د میتابولیزم او وینې جریان غښتلی  کیږي.

په دغې څېړنې کې همداراز ویل شوي، چې په سرکې کې شته ځینې گټور مواد په بدن کې د سرطان ناروغۍ د ځینو ډولونو حجراتو د خپرېدو مخنيوی کوي .

د څېړونکو په اند سرکه باکتریا وژونکې، میکروب له منځه وړونکې، انټي اکسېډنټس سربېره نور گڼې روغتیايي گټې هم لري چې انسان له یو شمیر روغتیايي ستونزو او وژونکو ناروغیو ژغورلای شي.

یو شمیر روغتیايي څیړنو ثابته کړې چې د سرکې د نورو ډولونو په پرتله د مڼې سرکه ډیرې روغتیايي گټې لري او باید هڅه وشي چې د مڼې سرکه وکارول شي.

له دې وړاندې روغتیايي څېړنو ثابته کړې وه، چې سرکه په ځانگړی ډول د مڼې سرکه په وینه کې د قندي موادو اندازه کموي او د شکرې ناروغۍ په وړاندې د بدن مقاومت زیاتوي.

د دغو څېړنو پر بنسټ لوړ کاربوهایډرېټ له خوړلو وروسته د سرکې کارول  د انسولین حساسیت ۱۹-۳۴٪ زیاتوي او د وینې گلوکوز او د انسولین غبرگون کموي.

د زړه ناروغۍ اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو وژونکې ناروغي ده چې په کلني ډول میلیونونه انسانان  د مرگ په خوب ویده کوي، خو د مڼې سرکه د زړه مختلفو ناروغیو  مخنیوی کوي او د وینې زيان رسوونکي  غوړو (کولېسټرول) اندازې په کمولو کې مهم رول لوبوي.

هغو کسانو لپاره چې غواړي اضافي وزن کم کړي او د فزیکي ورزش لپاره وخت نه لري د سرکې استعمال یو غوره انتخاب دی. په خوړو کې یا له خوړو سره د سرکې استعمال انسان له اضافي خوړو ژغوري او په دې ډول د اضافي وزن په کمولو کې مرسته کوي.

د یو شمیر روغتیايي څېړنو او پلټنو پر بنسټ سرکه د هاضمې لپاره هم ډېره گټه لري. د دغو روغتیايي څېړنو پر بنسټ سرکه د خوړو په هضمولو کې مهم رول لوبوي.

خو هېره دې نه وي چې له اندازې زیات سرکه استعمالولو یو شمېر روغتیايي ستونزو لامل هم گرځي. هغه کسان چې غواړي د سرکې له روغتیايي گټو برخمن شي باید په ورځنۍ ډول ۳-۴ کاچوغې سرکه استعمال کړي. له دې زیات استعمال يي د یو شمیر روغتیايي ستونزو لامل گرځي.