د هندي سینما د وتلي لوبغاړي سلمان خان فلم ټیوب لایټ خپریدو ته یواځې د ګوتو په شمیر شپې پاتې دي.
د فلم په اړه تازه خبره داده، چې ټیوب لایټ د سلمان خان تر ټولو لنډ فلم ګڼل شوی.
دا فلم چې دوساعته او شپاړلس دقیقې دی، د U سرټیفکیټ یا د سلمان له ټولو فلمونو يې څخه لنډ فلم ګڼل شوی دی.
د سلمان خان زیاتره فلمونو ۲ ساعته او ۴۵ دقیقې او ان تر ۳ ساعتونو رسیږي.
ټیوب لایټ کې د سلمان خان سربیره د هغه ورور سهیل خان، او چینایي اداکاره زوح زوح هم لوبیدلې ده.
فلم به په کوچني اختر کې خپور شي.