د سل توپونو لیګ کې څلورافغان لوبغاړي واخېستل شول

د سلو توپونو لیګ سیالۍ چې نوې رامنځ ته کېږي بولي یې تېره شپه ترسره شوه او له افغانستانه په کې څلور لوبغاړي، راشدخان، محمد نبي عیسی خېل، مجیب الرحمن او قیس احمد هم واخېستل شول.

راشد خان او مجیب الرحمن په ګران بیه لوبغاړو کې او محمد نبي او قیس احمد په دویمه لوړ بیه لوبغاړو کې واخېستل شول.

د انګلستان کرکټ بورډ وایي د سلو توپونو دغه نوی لیګ به په ۲۰۲۰ کال کې پیل شي.

انګلستان کې د ویټالیټي بلاسټ په نوم شل اوریز لیګ هم هر کال ترسره کېږي، چې له افغانستان څخه په کې راشدخان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم په بېلابېلو لوبډلو کې لوبیږي.