د سوریې په سرحدي ښار کې د روسیې بیرغ ودرول شو

د کردي جنګیالیو او سوریې د حکومت ترمنځ له پرېکړې وروسته د سرحدي ښار د زورمګار په یوې ویجاړې شوې ودانۍ باندې د روسیې بیرغ ځړول شوی دی. دا بیرغ د پنجشنبې په ورځ ورپول شو او پرېکړه هم شوې ده چې په سرحدي سیمو کې به د سوریې حکومتي ځواکونه ځای پر ځای کیږي. د زورمګار سیمه چې له ترکیې سره سرحد لري، د کردي جنګیالیو تر ولکې لاندې وه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له خولې لیکل شوي چې مسکو انقرې ته ژمنه ورکړې چې په سرحدي سیمو کې به د سوریې کردي جنګیالي نه وي. د سوریې رسنۍ وايي چې حکومتي ځواکونه د کوباني ښار ته هم رسېدلي دي چیرته چې کرد جنګیالي دیره وو. په همدې حال کې د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس له ولسمشر اردغان او نورو چارواکو سره خبرې پیل کړي چې د سوریې په شمال کې د کردانو خلاف د ترکیې پوځي عملیات ودریږي.