د دې حرکت د ویاند بسم الله وطندوست په وینا د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو ورته د دې غونډې تیاری نیولی او دا ژمنه یې هم ورسره کړې، چې تر غونډې وروسته به په سلګونو کسان دوی سره تر پروانه پلي ځي.
د وطندوست په ګډون د دې حرکت د ۶۰ غړو له جملې یې پنځه ویشت تر بلخ ولایت پورې پښې لوڅي ځي.
د نوموړي په وینا دغه حرکت به کابو دوه میاشتې وخت ونیسي.