د سولې عالي شورا : د سولې دروازې د ټولو وسلوالو ډلو پر مخ خلاصې دي

د سولې عالي شورا له وسلوالو سره د خبرو لپاره نوې ستراتیژي جوړه کړې.

که څه هم د نوي ستراتیژۍ په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د سولې عالي شورا مرستیال عبدالرحمن سلیم چې د یادې ستراتیژي د شریکولو په موخه تخار او بدخشان ولایتونو ته تللی وو، نن یې په یوه خبري غونډه کې وویل چې، د دې ولایتونو له بیلابیلو قشرونو سره یې خبرې کړې دي او د سولې په برخه کې یې د نوي ستراتیژۍ هرکلی کړی دی.

سلیم هیله مندي وښوده چې د دې ستراتیژي او د افغانستان د خلکو په مرسته به وکولی شي چې مثبتې پایلې تر لاسه کړي. سلیم وویل؛ موږ افغانستان کې د سولې لپاره قوي اراده لرو، د سولې دروازې د ټولو وسلوالو ډلو پر مخ خلاصې دي، او هغوی باید له دې فرصت نه په ګټه اخیستنې د سولې پروسې سره یو ځای شي. سلیم وړاندې وویل د طالبانو لخوا د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع یواځې یوه بهانه ده او په خبره یې همدې وسلوالو ډلو امریکایي ځواکونو ته په افغانستان کې د پاتې کیدو زمینه برابره کړې ده. سلیم وویل کله چې طالبان د سولې پروسې سره یو ځای شي نو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ته هیڅ اړتیا نه پیدا کیږي.