پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د سولې عالي شورا وايي له طالبانو سره مستقیم او غېر مستقیم په اړیکه کې دي

افغان حکومت په داسې حال کې وسله والو طالبانو سره سولې ته خوشبین دي، چې ټاکل شوې په لنډ وخت کې په اندونیزیا کې د افغان سولې په اړه د اندونیزیا،افغانستان او پاکستان علماو تر منځ کنفرانس جوړ شي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر او د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک په کابل کې د سولې عالي شورا او علماو ګډې ناستې ته وویل چې هیله مند دي طالبان دغه اسلامي او ملي غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

خپلواک د یوې پوښتنې په ځواب کې د قطر دفتر په اړه په ټینګار سره وویل که طالبانو د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ور کړ دوی به هغوی ته هر ډول اسانتیاوې برابروي او که چیرې ځواب یې منفي و،نو د قطر دفتر د تړلو تر څنګ به پر وړاندې یې نور اقدامات هم کوي.

نوموړي یو ځل بیا ولس ته ډاډ ور کړ چې په نوي کال کې به د سولې په تړاو نوی زیری ولري.

په ورته وخت کې د دیني عالمانو د شورا غړي مولوي عطا الله لودین په سوله کې د دیني عالمانو رول مهم وګڼه.

لودین زیاته کړه چې افغان حکومت او خلک سولې ته قوي عزم او اراده لري،چې په دې برخه کې طالبانو ته نوره کومه پلمه نه ده پاتې چې جګړې ته دوام ور کړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک په ورته وخت کې د الازهر پوهنتون او یو شمېر نورو علماو سره په تماس کې دي.

افغان حکومت او د سولې عالي شورا هیله مند دي چې وسله وال طالبان د ولسمشر غني هر اړخیز وړاندیز ته مثبت ځواب ور کړي، چې په دې لړ کې د یو شمېر طالب مشرانو د شین څراغ یادونه هم کیږي.

جمشید ملکزی