د سولې لپاره هڅې روانې دي

ملي امنیت شورا وايي، د سولې پروسې لپاره د همغږۍ کورنۍ او بهرنۍ چارې چټکې شوي

دغه شورا په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دغه هڅې د سولې پروسې د برياليتوب لپاره اساسي رول لري او کولای شي، یوې دایمې سولې لپاره زمینه برابره کړي.

ملي امنیت شورا دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د سه شنبې په ورځ ځنیو بهرنیو چارواکو له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره د افغان سولې پروسې په اړه لیدنې کتنې وکړې.