پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ طالبان دي

اجراییه رییس عبدالله عبدالله کابل کې له امریکایي سناتورانو سره لیدنه کې ویلي، چې د سولې پر وړاندې تر ټولو جدي خنډ طالبان دي.

عبدالله د سولې په برخه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هڅو د مننې ترڅنګ ویلي، په دې برخه کې ټولې هڅې باید سره منسجمې او یو ځای کړل شي.

نوموړي د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان ته په اشارې زیاته کړې، چې تر اوسه د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ طالبان دي او دوی لا هم نه پوهېږي، چې طالبان سولې ته جدي اراده لري او که نه؛ خو په خبره یې هغوی له دې پروسې د ابزارو په توګه کار اخلي.

عبدالله دغه راز پر پاکستان د فشارونو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هغوی تر اوسه په دې برخه کې، څنګه چې لازمه ده هغسې همکاري نه ده کړې.