افغان حکومت د سولې په برخه کې د آلمان له وروستيو هڅو مننه کړې

د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د جرمني د ځانګړي استازي د لیدنې په اړه ویلي، افغان حکومت د جرمني له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د افغان سولې په برخه کې یې تر سره کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، جرمني ژمنه کړې چې د افغان سولې په برخه کې به همکاري کوي او له طالب استازو سره وروستۍ لیدنه یې هم له همدې مسئلې سره تړاو لري.

احمدي زیاته کړې هند هم لېوالتیا لري چې د افغان سولې په برخه کې تر خپلې وسې همکاري وکړي. هغه هیله څرګنده کړې چې د ګاونډیو او د افغانستان د متحدو هېوادونو په مرسته په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.