د سولې عالي شورا مرستیاله ډاکټره حبیبه سرابي او په کابل کې د امریکا سفیر جان باس په کابل کې د سولې په تړاو یوې جوړې شوې غونډه کې وویل، د سولې په برخه کې د ښځو ونډه مهمه ده او غوښتنه یې وکړه، چې دې برخې ته دې ډیر پآم وشي.
دوی وایي، په افغانستا کې د تلپاتې او دایمي سولې ټینګښت له میرمنو پرته ناشونی دی او د سولې شورا هڅه کړې، چې به دې بهیر کې د ښځو ونډه ډېره کړي.