چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د سولې یو نوی امید

لیکوال : شفیق اندړ

نیویارک ټایمز او یوې بلې معتبرې ورځپاڼې سیډني مارنینګ هیرالډ رپورټ ورکړی دی چې د ولسمشر ټرامپ ادارې له طالبانو سره د امریکا د مستقیمو مذاکراتو اراده کړې ده.

طالبانو په بار بار ویلي دي چې د افغانستان د ستونزې په اړه له افغان حکومت سره نه بلکې له امریکا سره خبرو ته تیار دي. د طالبانو په دې دریځ باندې په افغانستان کې سختې نیوکې شوې دي. د ځینو کسانو په اند د طالبانو دا غوښتنه د افغانستان له حکومته د انکار مانا لري او له حکومته انکار د جنګ د ادامې سبب کیږي. یانې لکه څنګه چې له طالبانو انکار د جنګ اور بل وساته، دغه راز له افغان حکومته انکار هم د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي.

خو د طالبانو د دې غوښتنې په نه مخالفت کې استدلال کیږي چې طالبان په دوو دلیلونو مجبور دي چې له امریکا سره په مستقیمو خبرو تاکید وکړي: یو په دې دلیل چې دوی خپل جنګ له امریکا سره ګڼي نو که له افغان لوري سره د ستونزې اوارولو ته کښېني، خپل جنګ به یې بې دلیله کړی وي. دوی چې د امریکا حضور ته د اشغال په سترګه ګوري او د جنګ اصلي علت یې ګڼي، طبعا باید له امریکا سره په خبرو ټینګار وکړي. د طالبانو د ټینګار بل دلیل دا دی چې امریکا یو نړیوال طاقت دی او طالبان او بل هر څوک یې په ژمنه باندې لا زیات باور کولای شي.

که څه هم په افغانستان کې به د امریکا دغه نوې فیصله په ځینو کسانو ښه ونه لګیږي خو د افغانستان لوی خیر باید زموږ ټولو هدف وي. مهمه دا ده چې حتی الوسع لږ افغانان ومري او تر وسه وسه د افغانستان د تباه کولو مخه ونیول شي. افغانان که سولې او ارام ژوند ته رسیږي، هغه که په هر ډول خبرو کې وي، د افغانستان په ګټه ده.

که څه هم د لویدیځ د معتبرو ورځپاڼو راپورونه تر ډیره حده دقیق وي او اوس په دې خبره کې چندان شک نه شو کولای چې امریکا له طالبانو سره د مستقیمو خبرو په فکر کې ده، خو بیا هم دا معلومه نه ده چې دا خبرې به څه وخت پیل کېږي؟ د افغانستان او افغانانو خیر په دې کې دی چې دا خبرې ژر تر ژره پیل شي. په روان جنګ کې امریکا تقریبا هیڅ صدمه نه ویني. د امریکایي عسکرو د تلفاتو شمیر که صفر نه دی نو صفر ته خو نژدې دی او په دومره کم تعداد کې تلفات خو په عادي ژوند کې هم ممکن دي.

د روان جنګ اصلي تاوان افغانان کوي او په همدې وجه پکار ده چې ځنډ پکې رانه شي.

دغه راز طالبانو ته هم پکار ده چې د دغو خبرو لپاره منظمه او دقیقه اجندا ولري او د جنګ د ختمولو لپاره خبرې یې مخلصانه وي.

په نړۍ کې د لانجو د ختمولو لپاره د مذاکراتو تجربې ښیي چې کله نا کله په وړه خبره باندې د سولې پروسه په میاشتو او کلونو ځنډېدلې ده. په دې پروسه کې د یوې ورځې ځنډ هم د ګڼو افغان کورنیو د تباهي باعث ګرځي او ځکه خو په مذاکراتو کې اخلاص او جدیت پکار دی.

د ناټو په وروستۍ غونډه کې فیصله شوې ده چې له افغانستان سره به امنیتي مرستې تر شپږو نورو کلونو ادامه مومي او د افغانستان کماندو ځواکونه او هوایي قواوې به په خاص ډول تقویه کیږي. د دې فیصلې څرګنده مانا دا ده چې که طالبان جګړې ته ادامه ورکوي نو ناټو په کلونو کلونو دې ته تیاره ده چې د دوی مخه ونیسي.

په داسې شرایطو کې نه یوازې د افغانستان او عام افغان لپاره بلکې د طالب لپاره هم دا په ګټه ده چې د ستونزو د حل لپاره د مذاکراتو کامیابي ته ژمن واوسي.

له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د امریکا چمتوالی د سولې په لور یو بل فرصت او یو بل چانس دی چې توقع ده، د ایران او پاکستان د ګټو یا د ځینو هغو کسانو د ګټو ښکار نه شي چې د افغانستان په بربادي او تباهي کې خپلې شخصي ګټې ویني.