د سوناکشي سنها پر کور پولیسو چاپه وهلې

هندي رسنۍ وایې چې د بالیوډ سینما د ښکلې او تکړه فلمي ستورې سوناکشي سنها په کور پولیسو چاپه وهلې.

ایکسپریس نیوز د هندي رسنیو په حواله لیکلي چې دغه فلم لوبغاړې سوناکشي په کور پولیسو چاپه وهلې خو د رپوټونو له مخې لوبغاړې یې نه ده نیولې، ځکه په کور کې نه وه.

په خبر کې ویل شوي چې دغه فلمي ستورې په چل او فریب تورنه ده.

د ممبئ پولیسو تائید کړي چې د سوناکشي سنها په کور یې چاپه وهلي.

پولیسو منلې چې په اتراپردیش ایالت کې په ۲۰۱۸ د دغه فلمي نجلۍ په خلاف د چل او فریب قضیه خلاصه شوې وه، چې په خبره یې په دغې اداکارې باندې تور دی چې چل او فریب یې کړی او يو کس ته یې ډېر زیات مالي زیان اړولی.

پولیسو ویلي چې سوناکشي سنها د ټولو تړونونو سره بیا هم ډهلي کې په ځينو مراسمو کې ګډون نه و کړی په داسې حال کې چې تړون یې کړی و.

په رپوټ کې ویل شوي، دا چې سوناکشي په دغو مراسمو کې ګډون نه و کړی نو زیات زیان یې د مراسمو خاوند ته اړولی و.

دغه راز په رپوټ کې ویل شوي چې ښکلې اداکارې هغه پیسې چې په پروګرام کې يې د ګډون لپاره اخیستې وي چې تقریبا ۳۷ لکه پيسې کیږي هم بېرته نه دي واپس کړي.

بل لورته د سوناکشي سنها ویاند پر نوموړې اداکارې تورونه ردوي، ویلي يې دي پر دغې فلمي ستورې ټول لګېدلې تورونه بې بنسټه دي.

د یادولو ده چې سوناکشي سنها په دې ورځو کې د هندي سینما د مشهور ستوري سلمان خان سره په فلم (دبنګ ۳) کې په شوټینګ بوخته ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په فلمي لوبغاړو دغه ډول تورونه لګول کیږي تر دې وړاندې هم پر راجپال یادو، امیشا پټيل او سلمان خان هم ورته قضیې خلاصې شوې وې.

لیکنه: ابوبکر عليزی