سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په یواځنۍ شل اوریزه لوبه کې سویلي افریقا لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې د سویلي افریقا ټول لوبغاړي په ۱۶،۴ اورونو کې وسوځېدل او سریلانکا ته یې د ۹۹ منډو هدف ورکړ.
سریلانکا لوبډلې ۱۶م اور کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره یاد هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د درې ویکټو او ۲۴ بالونو په شتون کې وګټله.
د سریلانکا لپاره دننجایا دي سیلوا ښه لوبه وکړه، نوموړی د دوه ویکټو په اخیستو او د ۳۱ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د سریلانکا د سویلي افریقا په دې سفر کې دوه ټېسټ لوبې یې سریلانکا وګټلې، خو د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ یې درې د دوه مقابل کې سویلي افریقا ګټلې وه.
خبریال: نصرت الله عمرزی