د سګرټ پریښودلو تر ټولو اسانه او ښه لاره

غواړئ چې سګرټ څکل پرېږدئ؟ که ځواب مو هو وي؛ نو منډه وهل پېل کړئ.

د برټش کولمبيا پوهنتون پوهانو په خپلې تازه څېړنه کې ويلي چې منډه وهل د سګرټ د پرېښودلو تر ټولو ښه لاره ده. دغه راز منډه وهل مو روغتيا ته هم ګټه رسوي.

هغه څېړنه چې د ياد پوهنتون پوهانو کړې، ښيي چې په لسو اوونيو کې يو پنځوس سلنه کسانو سګرټ څکل پرېښي او يو نوي سلنه خلکو سګرټ څکلو کې کموالی راوستی دی. څېړنه زياتوي چې بدني فعاليتونه د نشه يې توکو په مخه نيولو کې مرسته کوي.

په څېړنه کې ثابته شوې چې د منډې وهلو له امله د يادو کسانو په ذهني حالت کې هم ښه والی راغلی دی. سګرټ او نور نشه يې توکي د ستوني او سږو د سرطان لامل کېږي. دغه راز ځيګر، د هاضمې سېستم او معدې ته هم زيان رسوي. هر کال نړۍ کې نږدې پنځوس لکه کسان د سګرټ څکلو له امله مړه کېږي.

پوهان وايي چې يو سګرټ د انسان عمر اته دقيقې راکموي.

یاده وي چی نشایی توکې به اسلام کې منع دي او الله تعالی نبی ص منع فرمایلي ده باید هر مسلمان د نشایی توکو څخه ځان وژغوري .